Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت د مشر لخوا د اوو قوانینو توشیح کېدل

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې رييس فضل هادي صاحب‌زاده طلوع‌نیوز ته وايي چې، د اسلامي امارت مشر تراوسه د ځينو وزارتونونو اووه قوانین توشیح کړي دي.

د ښاغلي صاحب‌زاده په وینا، د عدلیې وزارت په هېواد کې د شریعت تطبیق ته ژمن دی او قوانین د اسلامي شریعت پر بنسټ جوړوي.

  د عدلیې وزارت د قانون جوړونې رييس وویل:«تراوسه د شکایتونو د اورېدو قانون، د سوال‌ګرو د راټولولو قانون او په ټول کې اووه قوانین توشیح شوي دي.»

 فضل هادي صاحب‌زاده زیاتوي چې، د تېر نظام ټول قوانین لغوه شوي دي.

د نوموړي په وینا، تر اوسه ۱۶۰ نور قوانین د عدلیې وزارت له لوري وروستي شوي او د توشیح لپاره سترې محکمې او همداراز د اسلامي امارت رهبر ته استول شوي دي.

ویل کېږي، دغه قوانین هم د اقتصاد وزارت، سترې محکمې، مدني چارو او یو شمېر دولتي ادارو اړوند دي.

 فضل هادي صاحب‌زاده په دې هکله وویل:«امیر‌المومنین د قوانینو جوړولو او ترتیب ته دېر اهمیت ورکوي، په خپله یې یوه شورا جوړه کړې او د هغه په مشرۍ یې هم په خپله دی. تراوسه هغه قوانین چې له عدلیې وزارته ورته استولي، تر ۱۶۲ پورې قوانین، طرزالعمل او مقررې دي.»

ورته مهال د چارو ځینې شنونکي د حکومتولۍ لپاره د قوانینو جوړول مهم ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي په دې هکله وايي:«تر هغې چې اساسي قانون موجود نه‌وي، توشیح شوي نه‌وي، همدارنګه فرمانونه یا احکام د اداري احکامو په مراتبو کې حسابېږي.»

تر دې مخکې د عدلیې وزارت سرپرست ویلي وو چې، اوسنی نظام قانوني تشه نه‌لري او د سرپرست حکومت د ټولو قوانینو بنسټ، قران، سنت او حنفي فقه جوړوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه