Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

واشنګټن یو ځل بیا له ا.ا وغوښتل چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د مراعت کیدو لپاره د واشنګتڼ د غوښتنو په دوام دا ځل د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له کابله غواړي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، که کابل دغه مسله جدي ونه ګڼي، سرپرست حکومت به په رسمیت ونه پیژندل شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ودانټ پټیل و ویل:(د افغان ښځو او نجونو لپاره مساوي حقوق لا هم په افغانستان کې زموږ د تګلارې یو مهم اصل دی او موږ په منظم ډول له طالبانو سره د اړوندو چینلونو له لارې تکرارو چې، یوازې هغه وخت کولای شي مشروعیت ترلاسه کړي څو د افغانستان نیمايي نفوس چې په ټولنه کې له ونډې او اقتصاد څخه بې برخې شوی، د افغانستان په ټولنه او اقتصادي کې برخه واخلي که نه دا به ناشونې وي.)

په ورته مهال د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان او د پوهنتون استادان په هیواد کې د ښځو او نجونو د مساوي او مانا لرونکي بشپړ مشارکت پر اړتیا ټینګار کوي او په دې باور دي چې د دغه وضعیت دوام به افغانستان له یو کړکیچ سره مخ کړي.

د پوهنتون استاد، ذکي الله محمدي په دې تړاو و ویل: د زده کړو له حق پورته بل حق نشته، د کار له حقه پورته بل حق نه شته. د فردي ازادۍ له حقه پورته بل حق نشته چې په دې برخو کې تر اوسه اسلامي امارت کوم اقدام نه دی کړی او باید اقدام وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي، ناصر شفیق هم و ویل: تر هغې چې افغان ښځې خپلو حقونو ته لاسرسی و نه لري چې د زده کړو حق او کار حق دی، نو موږ نشو کولای چې پرمختګ وکړو.

سره له دې چې اسلامي امارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د دغو څرګندونو په تړاو تازه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت له مخې مراعت شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، و ویل، د افغان ښځو او نجونو لپاره مساوي حقوق لا هم په افغانستان کې زموږ د تګلارې یو مهم اصل دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه