Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل ښاروالۍ د پروژو پلي کېدل؛ ښار کې هټۍوال څه غواړي؟

کابل کې ځینې هټۍوال له دې امله اندېښمن چې د کابل ښاروالۍ پروژو له امله یې هټۍ د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

دغه هټۍوال وایي په ښار کې د سړکونو له جوړېد خوښ دي خو غوښتنه کوي چې د هټیو او کاروبار لپاره ورته مناسب ځای وټاکل شي.

هټۍوال نیاز محمد و ویل: « کوم ځایونه چې ویجاړیږي تر استملاک لاندې دي، او دوی ته هم باید دومره وخت ورکړ شي چې خپل مالونه نورو ځایونو ته ولېږدوي او و یې پلوري ځکه تاریخ یې پوره کیږي.»

په روان کال کې د کابل ښاروالۍ له لوري د  پلازمېنې د ځینو سړکونو د جوړېدو او بیا رغونې د چارو په پراختیا سره، یو شمېر هټۍوالو د خپلو توکو د پلور لپاره د بدیل ځای د ورکړې غوښتنه کوي.

هټۍوال محمد حیدر طلوع نیوز ته و ویل: « دا ښه کار دی چې د دوغ آباد سیمه لا ښېرازه کیږي خو زموږ هټۍ او مالونه پکې لاړل. مخکې به ښه و د خپلو هټیو لا لارې مو یوه مړۍ ډوډوۍ پیدا کولی شوه.»

له دې سره هممهاله، د کابل ښاروالۍ د هغو ځایونو او هټيو د  لګښت د ورکړې ډاډ ورکوي، چې د دې ادارې له لوري ورانېږي.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت بارکزي په دې اړه و ویل: « له شک پرته کله چې کابل ښاروالۍ په پلاني سیمو کې د سړکونو د جوړولو پرېکړه کوي موږ بیا په هغه مسیر کې خنډونه له منځه وړو که هغه کورونه وي او که هټۍ وي        او کابل ښاروالۍ د دغو هټیو او کورنو خساره هم ورکوي.»

کابل ښاروالۍ وایي چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې به د شپږ اعشاریه څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶۵ پروژې پلې کړي.

په دغو پروژو کې د سړک جوړونې، د  کانالونو د رغونې، د سیمو د زرغونتیا او سمسورتیا او ځينې نورې پروژې شاملې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه