Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګامبیا په غونډه کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت غوښتنه

اسلامي امارت د ګامبیا په غونډه کې د سرپرست حکومت د استازي د ګډون غوښتونکی شو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي دغه موضوع‌ د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې بیان کړې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت پرون د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو او امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارتونو له سرپرستانو او د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره یې کتلي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد لله فطرت په دې هکله وايي:«حنفي صاحب د اسلامي امارت او د اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټينګار وکړ او په هغه کنفرانس کې د اسلامي امارت د استازي د ګډون غوښتونکی شو چې په نږدې راتلونکي کې په ګامبیا کې ترسره کېږي.»

ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم له دغه پلاوي سره په کتنه کې د امنیت د ټینګښت، له داعش ډلې سره د مبارزې، د روغتیا، پوهنې او سوداګرۍ په برخو کې د ښځو د فعالې ونډې او د ښځو د اساسي حقونو د خوندیتوب په تړاو خبرې کړې دي.

طارق علي بخیت ویلي، چې افغانستان ته یې اوسنی سفر له سرپرست حکومت سره د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان د مثبت تعامل برخه ده.

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري په دې هکله وویل:«د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر د مرستیال سفر، د هېوادونو د غوښتنو، وړاندیزونو او شرطونو لېږدونکی دی.»

د نړۍوالو اړیکو شنونکی فرهاد ابرار هم وايي:«پاملرنه ولرو چې یو لړ وار له مخې شرطونه هم لرو چې د طالبانو له خوا د دغو شرطونو د منلو په صورت کې، په ډېر پياوړي احتمال سره ډېرې لارې به پرانیستل شي.»

له دې سره هم‌مهاله، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې په هېواد کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي او ټینګار یې کړی چې، په هېواد کې د ښځو حقونه تر بل هر وخته زیات خوندي شوي دي.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رییس عبدالغفار فاروق په دې هکله څرګنده کړه:«ښاغلي حنفي د ښځو د حقونو په هکله وویل چې اسلامي امارت د ښځو شرعي حقونو ته ژمن دی او هېچا ته به اجازه ورنه‌کړل شي چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.»

د اسلامي امارت چارواکو له دغه پلاوي سره په خپلو خبرو کې له هغوی غوښتي دي، چې له سرپرست حکومت سره د اسلامي هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره هڅې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه