د چمن پرلت کوونکي خبرداری ورکوي، که د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک پر دروازي د پاسپورت او ویزې د الزامي کېدو پرېکړه بېرته وانهخیستل شي، په ټول بلوچستان کې به پراخ لاریونونه پېل کړي.
د دغه پرلت غړو د پاکستان بلوچستان ایالت له ځينو سوداګرو سره ناسته کې، د پاکستان حکومت یې د چمن د اوسېدونکو د اقتصاد پر کمزوري کولو تورن کړی دی.
د چمن پرلت مشر غوثالله وايي:«صرف د چمن وینه بهیدل غواړي دا ریاست، صرف د چمن شکول غواړي، بیا چا ۱۵ کروړه ټولې کړي، چا شل ټولې کړي او پر دې وطن سودا شروع ده.»
د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی هم څرګندوي:«خلکو خپله دا غږ کړی چې زموږ مسئله حل شوه، موږ نور چاته دوکه نهورکوو.»
د چمن پرلت يو شمېر نور غړي بيا پاکستان د چمن د اوسېدونکو د اقتصاد په کمزوري کولو کې ښکېل بولي او خبرداری ورکوي که حالت همداسي دوام وکړي، ناوړه پايلي به ولري.
د چمن پرلت غړی شرافت خان وايي:«زموږ وطن دې خلکو په ساتولانو ټوک ټوک کړی دی، دې خلکو سره وېشلی دی.»
د چمن پرلت غړي باران هم وویل:«دا ۱۸۹۲ کال کې چې د انګریز باچاهي وه، هغوی له موږه پاسپورټ ونهغوښت، هغه اغزن تار وانه چوه؛ خو زموږ چې اسلامي ملک جوړ شو نو پر موږ یې دا ناورین شروع کړ.»
د پاکستان حکومت تر دې وړاندې په وار وار د پرلت له غړو سره لیدنه کې د دې ستونزې د هواري ژمنه کړې؛ خو د اوو میاشتو په تېرېدو سره لا هم دا ستونزه نهده هواره شوې او پر کرښه دواړو خواوو ته پراته خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه