Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارګ: د اسلامي همکاریو سازمان له نړۍ سره د ا.ا د تعامل لپاره هڅه کوي

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، دغه سازمان هڅه کوي چې له افغانستان سره د مرستو او له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل زمینه برابره کړي.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې د طارق علي بخیت پر حواله لیکلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د خپلو اندېښنو د حل کېدو لپاره باید له اسلامي امارت سره له نږدې خبرې وکړي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې مولوي عبدالکبیر هم په دغه لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت په سیمه کې د همکاریو د پراختیا، تعامل او ټیکاو غوښتونکی دی.

د ارګ خبرپاڼې د طارق علي بخیت پر حواله لیکلي:«نوموړي وویل چې د افغانستان د اقتصادي ودې او بېخ بینايي پروژو د پېل په برخه کې د اسلامي امارت هڅې د پام وړ دي.
هغه ټنګار وکړ د افغانستان ګاونډي هېوادونه چې په ځینو برخو کې اندېښنې لري، باید د حل کېدو لپاره یې له اسلامي امارت سره له نږدې خبرې وکړي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت څرګندوي:«دوکتور طارق علي بخیت وویل، د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره کومه پټه اجنډا نه‌لري؛ بلکې په وینا یې د افغانستان د خلکو لپاره د مرستو راجلبولو او دغه‌راز د افغانستان او نړۍوالې ټولڼې ترمنځ د تعامل لپاره د لارې هوارولو ته هلې ځلې کوي.»

د ارګ په وینا مولوی عبدالکبیر دغه راز زیاته کړې چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې په هېواد کې د نجونو په بدو کې ورکول، له میراث څخه د ښځو بې برخې کول او په زور نکاح منع شوې ده.

بل لور ته، د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت په افغانستان کې د یوناما له رییسې سره هم لیدنه کړې او په بېلابېلو برخو کې یې له افغانانو د ملاتړ لپاره د دواړو سازمانونو د پروژو د پراختیا او پلانونو په تړاو خبرې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«دوی کولای شي چې له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د تامین لپاره ښه لابي‌ګري وکړي او نړۍ ته قناعت ورکړي چې افغانستان د انزوا له حالته وژغورل شي.»

د ارګ د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې د اسلامي همکاریو سازمان له افغانانو سره د مرستې لپاره د یاد سازمان د مرستو را ټولولو یو صندوق هم جوړ کړی دی.

د طارق علي بخیت په استازیتوب د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي دغه راز د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې اعلان وکړ چې دغه سازمان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
 
د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په دغه لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت په سیمه کې د همکاریو د پراختیا، تعامل او ټیکاو غوښتونکی دی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه