Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اتمر: د مسکو ناسته د سولې لپاره مهم ګام دی او په کې ګډون کوو

د ملي امنیت پخوانی سلاکار او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند، محمد حنیف اتمر د یو شمېر افغان سیاستوالو سره د مسکو په ناسته کې د خپل ګډون خپلی کوي.

ټاکل شوې چې د روانې اوونۍ د سې‎شنبې او چهارشنبې پر ورځو په مسکو کې د یو شمېر افغان سیاستوالو او طالب مشرانو ترمنځ د سولې په موخه ناسته وشي.

ښاغلي اتمر په خپل ټویټر پاڼه ليکلي دي چې دا ناسته د بین الافغاني خبرو لپاره مهم ګام دی او په کې د افغانستان له اساسي قانون او نظام څخه به دفاع وکړي:«موږ د یو شمېر افغان مشرانو سره د مسکو په ناسته کې ګډون کوو او هغه د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره مهم ګام بولو. موږ په مسکو کې د اسلامي جمهوري نظام، د اساسي قانون ارزښتونو او د بنسټونو څخه چې په کې ټول شریک یوو، دفاع به یې وکړو.»

د هېواد مخکنی ولسمشر حامد کرزی، محمد یونس قانوني، عطامحمد نور، محمد اسماعیل خان، محمد محقق یا یې استازی، سید حامد ګیلاني، عبدالسلام ضعیف او ذبیح الله مجددي، له هغو کسانو دي چې په مسکو کې به په دې دوه ورځنیو خبرو اترو کې له یو شمېر طالب چارواکو سره یو ځای ګډون وکړي.

له دې سره سره په دې ناسته کې د افغان حکومت استازی نه دي ورغوښتل شوي او د سولې عالي شورا غړي چې په مخکنۍ ناسته کې یې ګډون کړی وو، هم وايي چې د دې بنسټ غړي د مسکو ناستې ته نه دي وربلل شوي نه دي.

مخکې له دې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مسکو سولې ناستې په تړاو ویلي وو چې دا ناسته به د سولې لپاره مرسته ونه کړي.

حنیف اتمر حکومت په " تنګ نظرۍ" تورنوي او د مسکو په ناسته کې د ټولو پر ګډون ټینګار کوي:«موږ پر بین الافغاني خبرو باندې چې د حکومت په ګډون ټول په کې شریک وي، تینګار کوو. خو له حکومت نه هیله کوو چې د سولې خبرو ته د حکومتي تنګې کړکۍ ونه ګوري د سولې لپاره د سیاستوالو هڅه ته ‌دې درناوی وکړي.»

ښاغلی اتمر په داسې حال کې په سوله کې د ټولو د ګډون خبره کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو څلور پړاونه د افغان حکومت او سیاسي ډلو له ګډون پرته ترسره شوي دي. د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي چې په قطر کې (د سلواغې له ۱تر۶مې نېټې پورې) ناسته کې له طالبانو سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتو له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې وشوې.

د مسکو ناستې په درشل کې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر، جان بس د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدنه درلوده. ټاکل شوې چې ښاغلی کرزی د مسکو په ناسته کې ګډ‌ون وکړي، ده ویلي چې د امریکا له سفیر سره یې د مسکو ناستې په تړاو خبرې کړې دي.

په درېیوو وروستیو میاشتو کې دا دوهمه ناسته ده چې مسکو یې د افغان سولې لپاره ترسره کوي. لومړۍ ناسته چې د روان کال د لړم په میاشت کې ترسره شوه هم د افغان حکومت استازو په کې ګډون نه وو کړی. په یاده ناستې کې هم طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه.

مخکې له دې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مسکو سولې ناستې په تړاو ویلي وو چې دا ناسته به د سولې لپاره مرسته ونکړي

شریک یي کړئ