په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د نماینده ګۍ چارواکي وايي چې مرسته شوې پیسې د روغتونونو د خدماتو د ښهوالي،د روغتیا د ښهوالي،له ناورغانو سره د ښه چلند لپاره د ډاکټرانو د روزنې په برخو کې به ولګول شي.
دغه ټولنه وايي چې په یوې تېرې لسیزه کې په افغانستان کې روغتیايي چوپړتیاوو ښه والی موندلی.
د عامې روغتیا وزیر وايي چې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د ښه کولو لپاره د اروپايي ټولنې د دغه پروګرام په اجرا کېدو سره به د هېواد ۴۰ سلنه وګړي چې د رضایت وړ روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې دي لاسرسی پيدا کړي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل:«دغه پروژه د خدمتونو د کیفیت په برخه کې ده په ځانګړې توګه د روغتونونو د مدیرانو د روزنې لپاره دی او په روغتیايي سیستم کې د مدیرانو او له ټولو څخه اړین زموږ د تخصصي اکمال د پروګرامونو د کیفیت د ښه والي په اړه دی.»
اروپايي ټولنه په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول مخ په ودې بولي خو زیاتوي تراوسه هم افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی د قناعت وړ نه دی.
د اروپايي ټولنې د روغتیايي پروګرامونو مسؤول مورزیو سییان څرګنده کړه:«روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسی تراوسه هم یوه ننګونه ده، ډېری ښځې او ماشومان، په تېره بیا امیندواره مېرمنې تر ډېره ترې اغېزمنې دي.»
په روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د ښه کولو پروګرام به د جرمني د جي آي زید بنسټ لخوا عملي شي.
د جي ای زیټ د تخنیکي پروګرامونو استازې په دې اړه وايي:«د دغه پروګرام په لړ کې به زموږ او ستاسو اصلي ننګونه دا وي هغه سیاست او تګلاره چې جوړه شوې په عمل کې یې پلې کړو او د هغې اجرا ته به ټول پام واړوو.»
دا په داسې حال کې دی چې تراوسه هم افغانان په تېره بیا په لیرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري او د امیندوارو مېرمنو او ماشومانو د مړینې کچه هم لوړه ده.