Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اروپايي ټولنه له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي

په هېواد کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره هم مهاله، اروپايي ټولنه له طالبانو غواړي چې د سولې د هوکړه لیک پر بنسټ تاوتریخوالی کم کړي.

اروپايي ټولنه طالبانو ته په یوې اعلامیه کې وايي چې د جوړونکې او صمیمانه روحیې د ښودلو وخت دی.

ورته مهال طالبان کابل ته د طالب بندیانو د خلاصون په اړه د خپل یوه درې کسيزه پلاوي له رسېدو خبر ورکوي.

بلخوا افغان حکومت وايي چې په اتلسو ولایتونو کې نښتې روانې دي او طالبانو ته ګواښ کوي که چېرې تاوتریخوالی کم نه کړي، کابل به یرغلي بریدونو ته اړ شي.

له دې ټولو سره د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتونکی دی.

په وروستیو ورځو کې د هېواد په شمال، شمال ختیځ، او ختیځ کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی دی.

د دغو تاوتریخوالو زیاتوالی ان له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی، داسې چې اروپایي ټولنه له طالبانو غواړي چې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د سولې د هوکړه لیک له مخې عمل وکړي او له صمیمیت نه ډکه روحیه خپله کړي.

 د اروپایي ټولنې د اعلامیې په یوې یوه برخه کې راغلي دي:«موږ له طالبانو غواړو چې د سولې خبرو ته ریښتینې ژمنه وښيي او تاوتریخوالی کم کړي او د سولې په تړاو په معنی دارو بحثونو کې ګډون وکړي. اوس مهال د رغنده او صميمانه روحیې د ښودلو وخت دی» 

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«له بده مرغه د افغانستان خلک د تاوتریخوالي شاهد وو او د طالبانو لخوا مو یوه کوچنۍ ژمنه هم ونه لیده چې د سولې لپاره یې ښودلې وي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرحه کېږي چې د هېواد په اتلسو ولایتونو کې جګړه روانه ده او افغان حکومت وایي چې دولتي ځواکونه د فعالې دفاع په حال کې دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان څرګنده کړه:«طالبان د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل بریدونه لرلي دي، خو دغه بریدونه د افغان ځواکونو له سختو او جدي ځوابونو سره مخامخ کېږي.» 

افغان حکومت د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه ورکوي، خو یوازې د دوشنبې پر ورځ په تخار، زابل او بغلان ولایتونو کې د طالبانو په بريدونو کې پنځه ویشت دولتي سرتېري وژل شوي دي.

د فاریاب امنیه قوماندان غیب الله سادات وايي:«په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو په درې ولسوالیو، قیصار، المار او بلچراغ بریدونه کړي دي چې له متقابلو بریدونو سره مخ شوي دي.»

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت هم څرګندوي:«څلور تر پنځه ساعته یې له دولتي ځواکونو سره نښته لرله چې له نېکه مرغه د هوايي بریدونو په واسطه له چاودېدونکو توګو یو ډک موټر هم ویجاړ شو، خو له بدغه مرغه چې موږ د سیمه ییزو پولیسو څلور تنه شهیدان او پنځه تنه ټپیان لرل.»

د اسلامي همکاریو د سازمان منشي هم په افغانستان کې له ټولو ښکېیوخواوو غواړو چې د یوه دوامداره اوربند او د تاوتریخوالي د کموالي لپاره همکاري وکړي.

عبدالله عبدالله هم په یوې اعلامیه کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د پلاوي پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې ده او وایي چې سیاسي اختلافونه به د سولې پر بهیر اغېز ونه کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه