د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې اسټرالیايي ځواکونه به په یوې عمومي غوښتنه کې د هغو شایعاتو په اړه چې ګواکې اسټرالیايي ځواکونو په افغانستان کې احتمالي جنګي جرمونه ترسره کړي دي، څېړنه وکړي.
د دغه رپوټ پر بنسټ، په جولای میاشت کې د یوه افغان پر وژلو او د دغو ځواکونو د پټو عملیاتو په سلګونه دوسیې ادعا شوې ده.
تېره ورځ (جمعه د وږي ۱۰) د اسټرالیا د دفاع وزارت عمومي څېړونکي په یوې خبرپاڼه کې د هغو شایعاتو پر څېړنه چې ګواکې د دغه هېواد ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ کلونو د جګړې له قوانینو احتمالاً سرغړونه کړې ده خبر ورکړ.\
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«هر هغه کس چې زموږ د ځواکونو د احتمالي تاوتریخوالي په اړه مالومات لري، یا هم شایعه شتون ولري، له موږ سره دې په اړیکه کې شي.»
له دې سره چې اسټرالیا د ناټو غړی نه دی، د امریکا له متحدانو دی او له ۲۰۰۲ زیږدیز کال راهیسې په افغانستان کې د نورو بهرنیو ځواکونو ترڅنګ حضور لري.