د کندوز د پولیسو چارواي ادعا لري چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې اته طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د کندوز د پولیسو چارواکو نن (یکشنبې د لیندۍ په ۳مه) طلوع نیوز ته وویل چې د امنیتي ځواکونو دغه ګډ چاڼيز عملیات له تېرو څلورو ورځو راهیسې د کندوز ښار په شاوخوا کې د ترهګرو د پاکولو لپاره دوام لري.
د دغو چارواکو په وینا، په دغو عملیاتو کې له هوايي بریدونو هم استفاده شوې ده.
د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ، ملي دفاع وزارت د کندوز ښار په اړوندو سیمو کې د طالبانو د ځپلو لپاره د پراخو پوځي عملیاتو له پیله خبر ورکړ.