Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوربند په هکله د ملګرو ملتونو سازمان له غوښتنې د مدني ټولنو ملاتړ

د مدني ټولنو یوې ډلې په یوې ټول پوښتنه کې په افغانستان کې د سراسري اوربند په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د غوښتنې ملاتړ کړی دی او له ښکېلو لوریو یې غوښتي دي چې له دغه اقدام ملاتړ وکړي.

هغوی په دغې ټول پوښتنه کې ویلي دي چې افغانستان باید له پامه ونه غورځول شي ځکه چې د کورونا ویروس په دغه هېواد کې د خپرېدو او پراختیا په حال کې دی.

دغه بنسټونه وايي د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې بشرپاله مرستې په افغانستان کې تر ټولو زیانمنوونکو کسانو ته ورسېږي، موږ له وزیر پومپيو غواړو چې د افغانستان ټول لوري وهڅوي چې پر بشپړ او جامع بشرپاله اوربند هوکړه وکړي.

د هغوی بله غوښتنه په هېواد کې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د روغتیايي فعالیتونو ته پاملرنه او همدارنګه د روغتیايي وسایلو او درملنې زیربناوو لپاره د زمینې برابرول دي.

دوی وايي چې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې ونډه ډېره مهمه ده.

د هغوی په وینا، افغانستان د نړۍ تر ټولو زیانمنونکي وګړي لري او دغه هېواد اوس له بېلابېلو کړکېچونو سره مخ دی، یو د سولې ماتېدونکی بهیر، د جګړو زور اخیستل، د نړیوال ملاتړ کموالی او اوس هم کووېډ نولس.

په دغې ټول پوښتنه کې راغلي دي:«په دې برخه کې موږ ټول له یو بل سره یوو. له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره باید یو نړیوال ځواب باید د نړۍ تر ټولو زیانمنوونکو هېوادونو په حق کې هم شامل شي. دا زموږ ټولو د عمومي روغتیا د خوندیتوب لپاره یوازینۍ لار ده.» 

شریک یي کړئ