Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران طالبانو ته د وسلې ورکړې په تړاو تورونه رد کړل

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سعید خطیب زاده طالبانو ته د دغه هېواد لخوا د وسلې ورکړې تورونه رد کړي دي.

د یاد هېواد مهر خبري اژانس د راپور له مخې خطب زاده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو لخوا طالبانو ته د ایران لخوا د وسلې ورکړې تورونه "بې بنسټه" بللي دي.

هغه په دې اړه ویلي دي:«هغه څه چې نن افغانستان کې تېريږي د امریکا جګړې ته لمن وهلو او لاسوهنو له کبله چې د افغانستان په چارو کې یې کوي، روان دي.»

خطب زاده د مایک پومپیو خبرې افغانستان کې داعش سره د واشنګټن مرستو په تړاو د عامه افکارو د انحرافولو په موخه بللې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز زیاته کړې ده:«امریکا لا هم افغانستان کې د ناټو هوايي حریم کې داعش سره د مرستې په تړاو د چورلکو الوتنې په تړاو عمومي افکارو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.»

پومپئو له چک جمهوریته د لیدنې پرمهال خبریالانوته ویلي وو چې ایران لا هم طالبانو ته وسلې ورکوي.

پومپئو له چک جمهوریته د لیدنې پرمهال خبریالانوته ویلي وو چې ایران لا هم طالبانو ته وسلې ورکوي

شریک یي کړئ