Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان والي:طالبان له بهرنیو جنګیالیو سره د دولت په وړاندې جنګېږي

د بدخشان والي ذکریا سودا وايي چې په دغه ولایت کې وروستیو نښتو کې، طالب ډله له ځینو بهرنیو جنګیالیو سره د افغان دولتي ځواکونو په وړاندې جنګېدلې ده.

ښاغلی سودا وايي چې د بدخشان په ولسوالیو کې د جګړې مشري د بهرنیو جنګیالیو په لاس کې ده او په وروستیو جګړو کې د چین له اویغوریانو، د ازبیکستان او تاجکستان اسلامي خوځښتونو جنګیالیي پېژندل شوي دي.

د بدخشان والي ذکریا سودا وویل:«د جګړې لپاره طالبانو ته ډېره انګېزه ورکوي او په خپله د جګړې په لومړیو کرښو کې جنګېږي او موږ د جګړو په کرښو کې د هغوی د پاتې شویو مړو شاهد یوو.»

په داسې حال کې چې، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې پر بنسټ طالبان باید له نورو ترهګرو ډلو او په ځانګړې توګه له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی احمد جاوېد مجددي وايي:«چیچینیان دي، ایغوریان دي، ازبیکان دي، تاجیکان دي چې په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو په وړاندې شدیدې جګړې لرلې دي او د یمګان د نسکورېدو لامل شو.»

د بدخشان د ځايي چارواکو په وینا، د دولت وسله وال مخالفین دم ګړۍ د دغه ولایت په یمګان، وردوج او بهارک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.

له دې سره سم، ولسمشرۍ ماڼۍ له پاکستان او په افغانستان کې له بهرنیو جنګیالیو سره د طالبانو اړیکې د پوښتنې وړ بولي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود څرګندوي:«په دې برخه کې ډېرې پوښتنې شته. د افغان دولت غوښتنه دا ده چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي.... تراوسه یې له پاکستان او نورو ډلو سره اړیکې د افغانستان او نړیوالو افکارو په وړاندې د یو ډول پوښتنې په توګه مطرح دي.»

طالبانو دغه ادعاوې بیا رد کړي؛ خو تر دې مخکې یادې ډلې ژمنه کړې وه چې، دوی به له نورو ترهګرو ډلو او په ځانګړې توګه له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړي. 

خو طالبان د بدخشان د والي ادعاوې چې ګواکې دغه ډله بدخشان کې د افغان دولتي ځواکونو په وړاندې جګړو کې د بهرنیو جنګیالیو همکاري له ځان سره لري ردوي.

شریک یي کړئ