Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بشري حقونو خپلواک کمېسیون: ښځې لا هم له تاوتریخوالیو سره مخامخ دي

یو شمېر دولتي چارواکي او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون غړو نن(سې‎شنبې د وري۲۲مه) کابل کې یوه ناسته کې وویل چې لا هم ښځې له تاوتریخوالیو او توپيري چلند سره مخامخ دي او لا هم ښځې د هېواد په ډېرو برخو کې انساني پېژاند نه لري او د توکو په شان پیر او پلورل کیږي.

ناوړه دودونه، جبري او په ټیټ عمر ودونه، د نجونو لپاره د زده کړو د زمینو نشتوالی او نور ټولنیز محدودیتونه هغه ننګونې دي چې ددغه کمیسیون په باور په هیواد کې یې جنسیتي نابرابري پراخه کړې ده.

د بشري حقونو خپلواک کميسیون رئیسې، سیما سمر وویل:"موږ باید جګړه او اقتصادي کمزورتیا د قوانینو د نه پلې کېدو او د حالت ښه والي پلمه کړو."

یوه بله ستونزه چې افغانستان تلپاتې پراختیا یعنې جنسیتي برابرۍ ته د رسیدو په وړاندې خنډ کیږي په نارینه وو پورې د میرمنو اقتصادي تړاو بلل کیږي.

د اقتصاد وزیر، عبدالستار مراد څرګندوي:"په ۲۰۳۰ کال کې به موږ د عمومي موخو پراختیا پلې کېدو راپور خلکو او نړیوالو ته وړاندې کړو او باید (د ښځو حقونو په برخه کې) ښیې لاسته راوړنې ولرو."

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۰۰ پيښې د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې ثبت شوې دي.

د دغه کمیسیون په اند د تاوتریخوالي زیات شمیر عاملینو ته سزا نه ورکول کیږي.

د ښځو چارو وزیره، دلبر نظري په دې اړه وايي:"زموږ لاسته راوړنې بسنه نه کوي؛ او ښځې لا هم د جنسیتي نا برابریو قرباني دي او په ټولو برخو کې ستونزې لري."

د بشري حقونو د کمیسیون په باور د ښځو د حقونو په خوندیتوب کې د حکومت هڅې بسندویه نه دي او دا هڅې باید زیاتې شي.

ناوړه دودونه، جبري او په ټیټ عمر ودونه، د نجونو لپاره د زده کړو د زمینو نشتوالی او نور ټولنیز محدودیتونه هغه ننګونې دي چې ددغه کمیسیون په باور په هیواد کې یې جنسیتي نابرابري پراخه کړې ده

شریک یي کړئ