د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي د افغان هوايي برید پایله کې د ۲۵ طالب وسله والو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د والي ویاند، منیر احمد فرهاد نن(پنج شنبه د چنګاښ په ۵مه نېټه) وايي، دغه برید د طالبانو د تجمع پر مرکز شوی دی.
ښاغلی فرهاد د برید ځای د بلخ ولسوالۍ وزیر بادو کلی بولي او زیاتوي چې هوايي برید د کشفي ځواکونو درې ساعته هڅو وروسته د طالبانو د تجمع پر مرکز شوی دی.
په همدې حال کې ځینې سیمه ییزې سرچینې بیا وايي چې برید کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون څلور ملکي کسان هم وژل شوي دي.
دوی ادعا کوي چې دا برید د یوه بزګر په کور شوی دی.
خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو او د بلخ والي دا ادعاوې رد کړې دي.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه