د بلخ ځايي چارواکي وايي چې د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې د واټ تهڅېرمه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې ۱۲ تنه ولسي وګړي وژلي دي.
د دغو چارواکو په وینا، دا پېښه د یکشنبې پر سهار (د زمري په ۲۷مه) د دولت اباد په بربر کلي کې رامنځته شوې ده.
د دولت اباد ولسوال محمد یوسف وايي مسافر وړونکی سراچه ډوله موټر چې د مزارشریف په لور په حرکت کې و، چې د بربر په کلي کې د واټ تهڅېره ځای پر ځای شوي ماین برابر شو.
هغه ز یاتوي چې د دغې چاودنې له امله، د دغه موټر توله سپرلۍ وژل شوې ده.
محمد یوسف وايي چې وژل شویو کې دوه ماشومان او اوه مېرمنې شاملې دي.
د دولت اباد ولسوال وايي چې دا ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و.
بلخوا بیا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.