Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تازه رپوټ: په هېواد کې د کوکنارو کښت ۶۳ سنله زیات شوی

له نشه‎یي توکو سره د مبارزې وزارت او له نشه‎یي توکو او درنو جرمونو سره د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر په یوه ګډ رپوټ کې راغلي چې سږکال په ۳۲۸ هکټار ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

دغه رپوت ښيي چې سږکال په هېواد کې د کوکنارو کښت ۶۳ سلنه زیات شوی چې د حکومتي چارواکو په وینا د طالبانو او ترهګرو ډلو د تمویل سرچینه بلل کېږي.

د ناامنو سیمو پراختیا، له وسله والو ډلو سره د نشه‎يي توکو د مافیا همکاري او د تریاکو لوړه بیه د کوکنارو د کښت د زیاتوالي لاملونه بلل کېږي.

سږکال د هېواد په سوېل کې د کوکنارو کښت ۶۰ سلنه، په لوېدیځ کې ۱۷ سلنه، په شمال کې ۱۳ سلنه، په ختیځ کې ۷ سلنه، په شمال ختیځ کې ۳ سلنه او په مرکز کې صفر اعشاریه څلور سلنه زیات شوی دی.

غزني، نورستان او سمنګان هغه ولایتونه دي چې تېر کال کوکنار په‎کې صفر شوي وو، خو سږ کال یې په ۱۴۰۰ هکټاره ځمکه کې کوکنارو کرل شوي دي.

له نشه‎یي توکو سره د مبارزې وزارت د رپوټ له مخې سږ کال د هېواد په سوېل کې ۵۷ سلنه، په شمال کې ۱۶سلنه، په لوېدیځ کې ۱۳سلنه، په ختیځ کې ۹ سلنه او په شمال ختیځ کې ۳ سلنه او په مرکزي حوزه کې صفراعشاریه ۷ سلنه تریاک تولید شوي دي.

د یو ان دي او سي (UNODC) ادارې رییس مارک کولن په دې اړه وویل:«یوازې د کوکنارو د کروندو په له منځه وړلو سره به د ټولنې څنډې ته شوې برخه لازیاته څنډې ته شي، له همدې امله په هماغه کچه چې د قانون واکمني مهمه ده، د کرونګرو لپاره باید د بل کښت زمینه برابره کړو.»

له بلخوا د کورنیو چارو وزارت له دغې ښکارندې سره د مبارزې په برخه کې د بریاوو خبره کوي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالخلیل بختیار وايي:«۲ زره او ۶۴۸ تنه قاچاق کوونکي نیول شوي چې د دغو چاقاق کوونکو له ډلې اته تنه یې ستر قاچاق وړونکي په تور نوملړ کې هم شامل دي.»

په کال کې د افغانستان د نشه‎یي توکو له قاچاقه په لسګونه مېلیارد ډالر د نړۍ بانکونو ته ورځي.

له نش‎یي توکو سره د مبارزې وزارت په وینا د دغو پیسو یوازې پنځو تر شپږ سلنه کورنیو قاچاق کوونکو او کرونګرو ته رسېږي.

شریک یي کړئ