د تخار ولایت اوسیدونکي د طالبانو په لاس د تالقانو ښار له سقوط کیدو خبرداری ورکوي.
د تخار ولایت یوشمېر مدني فعلان کابل کې د یوې اعتراضیه ناستې پرمهال پنجشنبې(د تلې په ۱۱مه) وایي چې جګړه اوس هم د تالقانو ښار په څنډو کې روانه ده او که دغې ولایت ته تازه دمې ځواکونه ونه لیږل شي انساني فاجعه به رامنځته شي.
د تخار ولایت په لسګونه اوسېدونکو په کابل کې په یوه غونډه کې هغه څه چې دوي یې پر تالقان ښار د طالبانو د بريدونو په وړاندې د حکومت بې پامي بولي نیوکه کوي.
دوي وايي دولتي ځواکونو تراوسه د جګړې په ډګر کې پرمختګ نه دی کړی.
د تخار مدني فعال، عزیزالرحمن زیاتوي:« موږ غواړو د تخار ولایت بې دفاع خلکو غږ پورته کړو، څو ورځې د تخار تالقان څېرمه جګړې روانې دي، زموږ افغان ځواکونه په کلابندۍ کې دي، پوهنتون تړلی دی. حالت خراب دی. د مرکز پلاوي یوازې د ښار په مرکز کې عکسونه اخیستي او بس.»
د تخار مدني فعال، مهر الله امیري وايي:«زموږ غوښتنه له مرکزي حکومته دا ده چې ژر دې پام وکړي، او که توجه ونشي نو د کندز په څېر به انساني او ناموسي ناورین رامنځته شي.»
خو تخار والي د تالقان ښار ته نږدې د جګړې له لومړيو لیکو له لیدنې وروسته ډاډ ورکوي چې دا ښار به د طالبانو لخوا سقوط ونه کړي.
د تخار والي، عبدالحق شفق څرګندوي:«له کندز او بدخشان نه فراري طالبانو د تخار یو شمېر سیموته راغلي او یو شمېر ولسوالۍ یې له ګواښونو سره مخامخ کړې، لکه چاه آب، بهارک او خواجه غار، خو دا د ماتې او یا نسکورېدو په مانا نه ده. د تخار مرکز د ګواښ په تړاو هم خبرونه هم زه ردوم.»
طالبانو څلور ورځې مخکې له کندز ولایته د تخار پر بهارک او خواجه غار ولسوالیو بریدونه وکړل او وروسته یې تالقان ښار ته ځانونه رسولي دي.
ورته مهال د کورنیو چارو وزارت وایي چې په تالقانو ښار د طالبانو برید یې په شاه تمبولي دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي وايي:«پر تالقانو ښار هیڅ ګواښ نشته، او د ګډو ځواکونو پوځي عملیات به تر هغې هلته روان وي، تر څو ګواښونه په بشپړه ډول رفع شي.»
د تخار د اوسيدونکو په وینا د تالقان ښار ترڅنګ طالبانو د دې ولایت پر بهارک، خواجه غار او چاه اب ولسوالیو هم بریدونه کړي دي.