د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د یوې مېرمنې د صحرايي محاکمې د ویډیو له خپرېدو وروسته، د کورنیو چارو وزارت او د سیمهییزو ادارو ارګانونه، د دغې پېښې په تړاو د جدي څېړنو له خپله خبر ورکوي.
د دغې پېښې هغه انځورنه چې خواله رسنیو ته رسېدلي دي، لیدل کېږي چې یو شمېر سړیان یوه ښځه په لرګیو او وروسته بیا په سوګ او لغته وهي.
د سیمهییزو ارګانونو ادارې ویاند منیره یوسف زاده په دې اړه وايي:«دا سیمه په بشپړه توګه یوه امنه سیمه ده؛ یوازې زموږ یو لیرې پروت کلی دی، له همدې امله لږ وخت نیسي؛ خو د دې بحث چې موږ دغې مېرمنې ته عدالت ورکړو، تاسې پوهېږئ چې د عدالت د تطبیق پروسه، لږ وخت نیسي.»
بلخوا په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازي وايي، دغه پېښه د سږني کال د لیندۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه شوې خو ترڅو یې چې پر ټلېفون اخیستل شوې ویډیو نه وه خپره شوې چا یې په اړه غوږ هم نه ګراوه.
په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې مریم کوفي څرګندوي:«هلته ټول دولتي او سیمهییز چارواکي فعال دي؛ خو نه پوهېږم چې دا پېښه ولې پټه پاتې ده او ولې خپله قرباني هم دولت ته مراجعه نه ده کړې.»
ویل کېږي چې دغه مېرمن له یو پردي سړي سره د اړیکې په تور صحرايي محاکمه شوې، خو لا روښانه نه ده چې دا تورونه تر کومه بریده رښتیا دي؟
دا لومړی ځل نه دی چې د هېواد په لیرو پرتو سیمو کې دغه ډول صحرایي محکمه ترسره کېږي، بلکې له دې مخکې هم د هېواد په ځينو سیمو کې چې د حکومت تر ولکې لاندې دي ورته پېښې شوې دي.