یوه سرچینه وايي چې د تخار ولایت خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې د یوه سرحدي پولیس په ګډون ۱۴ سیمه ییز پاڅون کوونکو ژوند بایللی.
دغه سرچینه وايي چې نښته تېره شپه(چهارشنبې د زمري په ۲۹مه نېټه) شوې او همداراز په ترڅ کې یې ۲ سرحدي سرتېري او ۴ سیمه ییز پاڅون کوونکي ټپيان شوي هم دي.
دغو سرتېرو ته په داسې حال کې مرګ ژوبله اوښتې چې طالبانو د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ لاله ګذر، لب جر، میدان بزکشي، ګلبهار او دروازه کن کلیو کې د دوی پر پوستو بریدونه وکړل.
سرچینه زیاتوي چې سیمې ته نور سیمه ییز پاڅونکوونکي رسېدلي او نښته لا هم دوام لري.