ملي دفاع وزارت وايي چې طالبانو یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې پر دولتي ځواکونو بریدونه کړي دي.
ملي دفاع وزارت کې سرچینې وايي چې په دغو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو له خوا ۹۵ ترهګریزې پېښې ثبت شوې دي.
دغه بریدونه په داسې حال کې کېږي چې دولتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي؛ د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، تېره اوونۍ ویلي و که چېرې طالبانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، دولتي ځواکونه به د اوونۍ په پای (نن) یرغلي حالت به غوره کړي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په دې اړه وايي:«د امنیتي ځواکونو پر پوستو یې برید کړی او د افغانستان دفاعي ځواکونو هم لاس په برید پورې کړی.»
کاپیسا، لغمان، کونړ، بلخ، هلمند، فاریاب، بدخشان، کندز، میدان- وردګ او لوګر هغه ولایتونه دي چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هغو کې د طالبانو ۹۵ بریدونه ثبت شوي دي.
خو لا هم دولتي ځواکونو په دفاعي حالت کې دي.
د اورکم اوونۍ په لړ کې د کب له ۳ تر ۹مې - د افغان حکومت تمه دا ده چې طالبان به د تاوتریخوالي کچه د اورکم د پېر په پرتله کم کړي او دا د امریکا غوښتنه هم وه. خو د اورکم له اوونۍ وروسته، افغان حکومت تل ویلی چې طالبانو خپل بریدونه بېرته پیل کړي دي، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو خپل دفاعي حالت ساتلی دی.
د ولسي جرګې غړی عبدالستار حسیني په دې اړه څرګندوي:«وسله وال ځواک او د افغانستان خلک ټول ژمن دي چې د خپل وسله وال پوځ ترڅنګ د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې او ملي نوامیسو ملاتړ وکړي.»
د ملي امنیت شورا سلاکار هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره په کتنه کې ویلي، که چیرې طالبان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کې نه ږدي؛ نو دولتي ځواکونه به له دفاعي حالته بېرته یرغلي حالت ته وګرځي.