د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی نن سېشنبې (د زمري په ۹ مه) وویل چې ځينو بریدګرو د دغه ولایت د ګډوالو پر ریاست برید کړی او له امنیني ځواکونو سره ښکېل شوي دي.
کهڅه هم هغه د دغې پېښې پخلی کوي، خو د پېښې د څرنګوالي په اړه ډېر زیات وړاندې نه کړل.
شاهدان وايي چې د ۱۱:۳۰ بجو په شاوخوا کې لومړی د ګډوالو ریاست تهڅېرمه چې په نېږدې واټن کې یې مرکزي روغتون موقعیت لري د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
شاهدانو زیاته که چې د امینتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ جګړه دوام لري.
تراوسه د دغې چاودنې او نښتې له امله د مرګ ژوبلې په اړه رپوټ په واک کې نشته.
د طالبانو په ګډون تراوسه هېڅ ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې وسلهوالو کسانو د جلال اباد په ښار کې د قابله ګانو پر یوه روزنیز مرکز برید کړی وه چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي وو.