د خوست ولایت سیمه ییز چارواکي په اسماعیل خېلو مندویو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د اوو غړو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د والي ویاند، طالب منګل وايي چې پېښه تېره شپه(یکشنبې د غبرګولي په ۲۵مه نېته) شوې او په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ښاغلی منګل زیاتوي چې پېښه کې یو ماشوم ټپي دی او اوسمهال روغتون کې تر درملنې لاندې دی، د روغتیايي حالت په تړاو یې څه نه دي ویلي.
هغه همداراز ویلي چې د دغې وژنې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.