د خوست ولایت چارواکي د دې پخلی کوي چې په دغه ولایت کې د یوې وسله والې نښتې په پایله کې اته تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي چې دغه پېښه تېره شپه د دغه ولایت په علي شېر ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو کسانو د حزب اسلامي پر یوه غړي عبدالولي اخلاص باندې برید وکړ چې نوموړی په دغه برید کې له اوو تنو نورو کسانو سره ووژل شو.
د خوست د والي ویاند وايي چې د دغې پېښې د څېړنې لپاره پلاوی د علي شېر ولسوالۍ ته استول شوې دی.
تراوسه د دغې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
په دې اړه مو اندونه