Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دانش: د تاوتریخوالي د کمښت طرحه له واقعي سولې تېښته ده

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمښت طرحه، له واقعي سولې تېښته خلکو او نړیوالې ټولنې ته دوکه ورکول دي.

ښاغلي دانش چې نن (یکشنبې د مرغومې په ۲۹مه) کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله، زیاته کړه شونې ده چې امریکا د طالبانو له توجهیاتو سره له دغې ډلې سره هوکړه لیک لاسلیک کړي، خو دغه هوکړه به هېڅکله د افغانستان ستونزې حل نه کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په دې اړه وویل:«د تاوتریخوالي د کمښت او هغې ته ورته طرحه، یو ډول ډېره مبهم او له واقعي سولې یو ډول تېښته ده او همدارنګه خلکو او نړیوالې ټولنې ته یو ډول دوکه ورکول دي.»

له دې سره سم، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه به د روانې زیږدیزې میاشتې تر پایه به لاسلیک شي او تر هغې مخکې به په پوځي عملیاتو کې هم کموالی راشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال توبي لنزر په دې اړه وویل:«زما په باور سوله شونې ده؛ خو په یقین سره دا نشم ویلی چې، سوله به سږکال راشي. مګر هغه څه چې سږکال کېدلای شي، هغه د تاوتریخوالي کمښت دی.»

له بل لوري د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي د هېواد له ځينو سیاستوالو سره په کتنو کې د افغانانو تر منځ د خبرو د تازه پېر لپاره د کوربتوب په موخه د المان له چمتوالي خبر ورکړی دی.

د ځينو سیاستوالو په وینا حکومت ته نه ښايي چې، پر اوربند له ټينګار سره د افغان سولې بهیر پر وړاندې خنډ جوړ کړي.

د مخکني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم وویل:«که چېرې دا ټينګار د دې لامل شي چې د سولې بهیر زیان وویني، دا د افغان ملت په حق کې یوه ستره جفا ده او په هغه صورت کې چې دا د سولې بهیر د سبوتاژ لامل شي له هېواد سره ستره جفا ده.»

خو هېوادوال بیا د سولې له روانو هڅو څه تمه لري؟

د کابل اوسېدونکی اسدالله وايي:«تاوتریخوالی دې کم شي او له هغې وروسته دې موږ سولې ته ورسېږو، او اوربند ته ورسېږو او افغانستان ارام شي.»

د کابل اوسېدونکې فضیله هم څرګندوي:«که چېرې تاوتریخوالی کم شي، ډېر به ښه شي. او که چېرې تاوتریخوالی کم شي، سوله راځي، هغه هم تلپاتې سوله.»

د خوست اوسېدونکي اسد هم وویل:«لومړی باید اوربند وشي او موږ ترې ملاتړ کوو، موږ له جګړې ستومانه شوي یوو.»

د سولې له خبرو اترو خبرې سرچینې وايي چې، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته به د افغانانو تر منځ د خبرو بهیر هم پیل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه به د روانې زیږدیزې میاشتې تر پایه به لاسلیک شي.

شریک یي کړئ