ملي دفاع وزارت وايي چې په زابل او ازګان ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۲۵ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ۱۴ تنه طالب جنګیالي د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې په هوايي برید کې وژل شوي او د هغوی وسلې هم له منځه تللې دي.
دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې د دغو عملیاتو ملاتړ د هوايي ځواکونو له خوا کېده.
بلخوا طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.