د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې هېڅ ګاونډې هېواد ته ګواښ نه پيښېږي.
آزادۍ راډیو د ترکمنستان د دفاع وزارت له قوله لیکلي دي چې دې هېواد له افغانستان نه د ترهګریزو احتمالي پېښېدونکو ګواښونو مخنیوي په موخه د خپل پوځ لپاره د اضافي سرتېرو زېرمې لپاره نوم لیکنه پیل کړې ده.
د ترکمنستان د دفاع وزارت یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، نږدې ټول هغه سړي چې عمرونهیې له ۵۰ کلنۍ کم دي، په احتیاطي سرتېرو کې به ثبتېږي.
افغانستان له ترکمنستان سره د هرات ولایت په ګلران د بلخ ولایت تر شورتېپې ولسوالۍ د ۸۰۴ کیلو مترو په اوږدوالي پوله لري او یو شمېر سیمې نا امنه هم دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، صبغت احمدي وویل:«ټولو ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان له خاورې دوی ته هېڅ ګواښ نه پيښېږي.»
د راپورونو له مخې اوس مهال ترکمنستاني چارواکي له افغانستان سره پوله کې د افغانستان په خاوره کې د طالبانو له شتون نه اندېښنه لري.