Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا او طالبانو د سولې خبرې له کوم ځایه پیل شوې؟

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو خبرې اترې کابو اتلس میاشتې مخکې پیل او بالاخره نن (شنبې د کب ۱۰مه) پای ته ورسېدلې او دواړو لورو د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي چې امریکايي مرکچي پلاوي مشري یې لرله، د دغو خبرو لومړی پړاو، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر ۱۲مې د قطر په دوحې ښار کې ترسره شو.

دویمه ناسته هم په همدې کال کې؛ خو د نومبر پر ۱۶مې د قطر په کوربتوب په دوحې ښار کې ترسره شوه؛ او تر هغې وروسته زلمی خلیلزاد کابل ته راغی او په یوې ناسته کې یې وویل چې، طالبان د جګړې دوام حل لار نه بولي.

د امریکا او طالبانو تر منځ درېیمه ناسته له دویمې ناستې یوه میاشت وروسته د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوه او دغې ناستې درې ورځې دوام وکړ او طالبانو له هغه پلاوي سره چې د افغان حکومت له لوري لېږل شوی و، لیدنه ونه کړه.

د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر میاشت کې پاکستان د طالبانو دویم نمبر کس ملا عبدالغني برادر له بندخونې خوشې کړ او د امریکا او طالب استازو تر منځ څلورم پړاو خبرې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ پر ۱۹ مې په قطر کې ترسره شوې.

او تر هغې وروسته د همدې کال د فبرورۍ پر ۲۵مې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د لومړي ځل لپاره د طالبانو ډلې له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د قطر په دوحې کې وکتل.

د امریکا او طالبانو تر منځ شپږمه ناسته له پنځمې ناستې دوه میاشتې وروسته په دوحه کې ترسره شوه او دواړو لورو په خبرو کې له پرمختګه خبر ورکړ او همداراز په اووم پړاو خبرو کې هم دواړو لورو پر ځینو مسایلو له هوکړې خبر ورکړ.

د امریکا او طالبانو تر منځ اتم پړاو خبرې هم د همدې کال په اګست میاشت کې ترسه شوې او ۹ ورځې یې دوام وکړ.

د امریکا او طالب استازو تر منځ نهم پړاو خبرو هم لس ورځې دوام وکړ او تر دغې ناستې وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په یوه ټويټ کې ولیکل: «موږ د یوې هوکړې په درشل کې یوو چې تاوتریخوالی به راکم او د افغانانو لپاره به یوه لاره پرانیزي.»

خو د ۲۰۱۹ کال د نومبر پر نهمې و چې، په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو بهیر ودرول شو او په کابل کې د طالبانو له لوري له یوه ځانمرګي برید وروسته ډانلډ ټرمپ دغه پروسه مړه اعلان کړه.

د دغو خبرو له درېدو وروسته افغان حکومت پرېکړه وکړه؛ چې د حقاني شبکې درې غړي انس حقاني، عبدالرشید او مالي خان یې د افغانستان- امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو په بدل کې ازاد کړل.

ډونلډ ټرمپ د همدې میاشتې په پای کې په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او له ولسمشر غني سره یې وکتل.

د دغه بهیر لسم پړاو خبرې هم افغانستان ته د امریکا د ولسمشر له سفره څو ورځې وروسته پیل شوې او دغه خبرې تر ډېره د تاوتریخوالي پر کمښت او د افغانانو تر منځ د خبرو پر پیلېدو متمرکزې وې. 

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک نن (شنبې د کب په ۱۰مه) د زلمي خلیلزاد او د ملاعبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو.

شریک یي کړئ