د افغانستان لپاره د امریکا د نوې جنګي تګلارې له اعلان سره په ورته وخت کې، یو شمېر پاکستاني پوځیان وايي چې د امریکا له خوا د دغې تګلارې اعلان نوې مسله نه ده.
یو پخوانی پاکستانی جنرال وایي چې امریکایي چارواکي له ۲۰۰۷ زیږدیزکال راهیسې په پاکستان کې د ترهګرو د امنو پټنځایونو یادونه کوي او په دغه تګلاره کې نوې خبره نشته.
اسد منیر پخواني پاکستاني جنرال وویل:« موږ پوهېدلي یوو چې له ترهګرو سره خبرې کومه پایله نهلري، له همدې امله موږ په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات پيل کړل او اوس په پاکستان کې داسې ځای نشته چې ترهګر پهکې وي، که ټرمپ او نور چارواکي یې په دې باور وي چې د ترهګرو پټنځایونه دلته دي سند دې وړاندې کړي.»
د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونه وايي ټرمپ په خپله دغه تګلاره کې پاکستان په رسمي توګه د ترهګرو ملاتړی اعلان نهکړ او همداراز یې له پاکستان سره د خپلو مرستو د ژرترژره بندولو په اړه څه نه دي ویلي.
د ملي عومي ګوند مشر افراسیاب خټک په دې اړه څرګند کړه:« موږ په خپل هېواد کې د ترهګرۍ په پای ته رسولو کې ناکام شوي یوو، موږ نه یوو توانېدلي چې په مدرسو کې اصلاحات راولو، باید نیوکې ومنو او فکر کوم چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان سیاست نیمګړی دی او له طالبانو ملاتړ ناسم دی، آن که ښاغلي ټرمپ هم نه واي ویلي سم نه وو.»
خو د افغانستان پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي په ۲۰۱۴زیږدیزکال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یوه تېروتنه بولي.
ښاغلي کریمي زیاته کړه:« په ۲۰۱۴ زیږدیزکال کې د ځواکونو د ایستلو لپاره د امریکا پرېکړه یوه تېروتنه وه له دې امله چې د افغانستان د ملي اردو ځواکونه د روزنې په حال کې وه او امریکایي ځواکونو له ترهګرۍ سره په جګړه کې له افغانستان سره مرسته کوله، له افغانستانه د نړیوالې ټولنې وتلو نهیلي رامنځته کړه او د جګړې د پراختیا لپاره یې د دښمن روحیه لوړه کړه.»
له دغو نظریاتو سره سره د افغانستان لپاره د امریکا د نوې تګلارې اعلان په ځینو خلکو کې هیلهمني رامنځته کړې خو ډېری کسان په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه اندېښمن دي.