د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ اوسېدونکي، له حکومته غواړي چې په دغې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو تشکیل او تجهیزات زیات کړي.
دوه میاشتې له هغې وروسته کله چې دغه ولسوالۍ د طالبانو له خوا وپرځول شوه، د ظفر قول اردو قومندان، د فراه والي او امنیه قومندان، د جمعې په ورځ دغې ولسوالۍ ته ولاړل او د هغه امنیتي وضعیت یې وڅېړه.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دا لومړی ځل دی چې لوړپوړي حکومتي چارواکي دغې ولسوالۍ ته راځي.
د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو په باور، په دغې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو اوسنی تشکیل لږ دی.
هغوی وايي له هغې وروسته کله چې طالبانو د دغې ولسوالۍ امنیه قومنداني وپرځوله، ډېرې وسلې یې له ځان سره یوړې.
د اناردرې یو تن اوسېدونکی عبدالرحمان وویل:«موږ له والي او امنیه قومندان څخه وغوښتل چې د دغې ولسوالۍ پرسونل بشپړ کړي.»
پر دغې ولسوالۍ دوه میاشتې مخکې د طالبانو د برید په ترڅ کې ۱۱ پولیس او یو ولسي وګړی ووژل شول او د اناردرې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ودانۍ د هغوی په کنټرول کې شوه.
په دې ډله کې، حبیب الله اخندزاده چې هغه مهال د انادرې امنیه قومندان وه هم په دغه برید کې ووژل شو.
اوس د هغه زوی عزیز الله له حکومته غواړي چې له هغه او کورنۍ سره دې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه:«۱۰ تر ۱۵ لکه افغانیو پوروړي یوو. یوازې له نیکه نه مې یو کور پاتې دی، حتا د ژوند لپاره ځای نه لرو؛ نه په انار دره کې او نه هم شهرستان کې.»
د ظفر قول اردو قومندان د انار درې له خلکو غواړي په دې ولسوالۍ کې د سیمهییز اردو د ټولي په جوړېدو کې له حکومت سره مرسته وکړي.
د ظفر قول اردو قومندان نورالله قادري په دې اړه څرګنده کړه:«په دغې ولسوالۍ کې د یوه ټولي جوړېدل لازم دي چې بشپړ تشکیل لري او له خلکو څخه یې وغوښتل خپل بچي چې عسکري زده کړې یې کړي وي معرفي کړي.»
د فراه امینه قومندان وايي د انار درې امنیه قومندانۍ څه باندې ۹۰ پولیس لري هغه هم له خلکو غواړي خپل ځوانان پولیسو ته ولېږي.
د انادرې امینه قومندان فضل احمد شیرزاد وايي:«په دغې سیمه کې له ایران سره سرحد لرو د دښمن تحرکات ډېر دي. له نورو ولسوالیو هم پر دغې ولسوالۍ برید کېږي او اړتیا ده چې خلک هم له امنیتي ځواکونو سره همکار وي.»
انار دره د فراه ولایت له امنو ولسوالیو بلل کېږي خو طالبانو څو ځله پر دې ولسوالۍ بریدونه وکړل.
دا ولسوالۍ له ایران سره دوه سوه نوي کیلومټره ګډه پوله لري.