Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د باکستان لومړۍ وزیر د جمعې پر ورځ کابل ته راځي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یک‎شنبې( د وري۱۲مه)تائید لومړی وزیر یې، شاهدخان عباسي د جمعې پر ورځ کابل ته راځي او د ولسمشر غني سره به د دواړو هېوادونو اړیکو ټنګښت په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان لومړی وزیر به د کابل له سفر نه دوه ورځې وروسته چین ته چې د یو شمېر کارپوهانو په اند د افغانستان د سولې په بهیر کې مهمه ونډه لري، لاړ شي.

دا اندونیزیا کې د دې هېواد دیني علما په ګډون د پاکستان او افغانستان علماو په ګډون ناسته ترسره شي. ټاکل شوې وه چې تېره میاشت افغانستان کې د سولې رامنځته کولو په موخه جاکارتا کې ناسته ترسره شي.

تېره ورځ اجرائيه ریاست هم ویلي وو چې له عباسي سره تر لیدنې وروسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «دولت له دولت سره» خبري هم پيل شي.

د «دولت له دولت سره» د خبرو تګ‎لاره د ولسمشر غني وه چې د «کابل بهیر» په دوهمه ناسته کې یې وړاندې کړه.

دا تګلاره چې افغانستان کې د سولې ټينګښت او له ترهګرۍ سره ریښتینې مبارزې په اړه ده له پاکستان څخه غوښتل شوې دي چې جدي همکاري وکړي.

کابو دوه اوونۍ مخکې کله چې د پاکستان د ملي امنیت رئيس کابل ته راغی ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزیر ته بلنه ورکړه.

وروسته له دې چې ولسمشر غني واک ته ورسید پاکستان ته یې څو ځله سفرونه وکړل، خو افغانستان کې د بریدونو په ځانګړې توګه د زنبق څلورلارې تر برید وروسته چې افغان حکومت وویل دا بریدونه په پاکستان کې پلان شوي وو، د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شوې.

پاکستان کې د ترهګرو ځالو شتون، د طالبانو په ځانګړې توګه د حقاني ډلې ملاتړ پر پاکستان د افغان حکومت تورونه دي.
 
تاکل شوې ده چې د پاکستان لومړی وزیر راتلونکې جمعه کابل ته راشي او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره به لیدنې ولري

شریک یي کړئ