Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بغلان تفریحي پارک د روږدو کسانو پر امن ځای بدل شوی

د بغلان سیمه‎ییز چارواکي وايي چې روږدو کسانو د پلخمري ښار شین پارک ویجاړ کړی دی.
 
د پلخمري ښاروال، صفرمحمد صفر وايي اوسمهال د دې ښار په پارک کې پر نشه‎يي توکو روږدې کسانو ځای نیول او پارک یې پر یوې کنډوالې بدل کړی دی.

اخوا روږدي کسان وايي د وزګارۍ او نا امنیو له امله یې نشه یې توکي کاروي.

لطف الرحمان وايي تر ۱۴ ټولګې یې زده‎کړې کړې، اوه کاله د ملي اردو په لیکو کې افسر وه خو له دندې له ګوښه کیدو وروسته يې مخدره توکو کارولو ته مخه وکړه.

لطف‎الرحمن وايي:«ګردیز کې مې د ۲۰۳تندر د ملاتړ څلورمې لوا کې دنده ترسره کړې ده او که چې پر نشه‎يې توکو روږدی شوم تر کوره مې درې ساعته لار ده خو درې کاله کېږي چې نه یم تلی.»

په مخدره توکو روږدي دا کسان چې د پلخمري ښار په شین پارک کې میشت شوي دي د دوی پر وړاندې حکومت په بې‎پرېوالي نیوکه کوي.

روږدی کس، مختار څرګندوي:«د ښار په منځ کې مې سماوات درلود، وروسته له دې چې دولت کار ته پرېنښودم، نو پر نشه‎يي توکو روږدی شوم او څو کاله کېږي.»

بل روږدی، منصور زیاتوي:«دا باغ موږ ته مصیبت شوی او پنځوس سلنه هم نشه يي توکي، ځکه په دې باغ کې په آسانۍ سره توکي ترلاسه کوو او که دا باغ ورک شي نو ډېر کسان به روغ شي.»

لوبغاړو له دغو پارکونو د روږدو کسانو د راغونډولو لپاره لستوڼي راپورته کړي له مسوؤلو ادارو غواړي چې اجازه ورنکړي شنې سیمې د معتادانو د اوسیدو په ځای بدل شي.
 
ورزشکار، دین محمد وايي:«دا روږدي کسان د مېرمنو لپاره سرخوږی دی او ښوونځی ورته نېږدې دی، موږ یې شکایت اورېدلی دی او پولیس له موږ سره دي، موږ یې ځای بدلوو، دا د ښاروالي دنده ده چې ځای يې بدل کړي.»

جبار بل ورزشکار زیاتوي:«دا دی موږ ګورو چې یوه ونه هم سمه نه ده پاتې، پر دې ونو څومره لګښت شوی دی او موږ اوس سره یوځای شوي یوو چې دا روږدې کسان له دې ځایه لیري کړو.»

په همدې حال کې د پلخمري ښاروال د دې ښار د زرغون پارک د بد وضعیت په اړه اندیښنه لري.
 
د پلخمري ښاروال، صفرمحمد صفر وايي:«موږ هم د روږدو کسانو څخه ډېر په تکلیف یوو، تاسو ګورئ چې د بڼ قهوې خونې خوا ته سلګونه روږدې کسان ځای پر ځای شوي دي او ونې پرې کوي.»

د پلخمري ښاروال وايي چې امنیتي بنسټونه باید د مخدره توکو روږدي کسانو په راغونډولو کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
 
د پلخمري ښاروال، صفرمحمد صفر وايي اوسمهال د دې ښار په پارک کې پر نشه‎يي توکو روږدې کسانو ځای نیول او پارک یې پر یوې کنډوالې بدل کړی دی

شریک یي کړئ