Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بولټون کتاب؛ د افغانستان په اړه د ترمپ د سیاستونو او دریځ سپړنه

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتون له دندې تر ګوښه کېدو لس میاشتې وروسته د خپل کاري ماموریت له دورې یو کتاب لیکی دی.

د دغه کتاب په دوو څپرکو کې له افغانستان سره د اړیکو، له طالبانو سره د خبرو اترو او همداراز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون او یا هم وتنې په اړه د ولسمشر ټرمپ د دریځ په اړه څرګندونې راغلي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون په خپل نوي لیکل شوي کتان کې ویلي دي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې سربېره چې په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله د ګواښ په اړه پوهېده، خو د خپلو سلاکارانو او نورو جګپوړه امریکايي چارواکو د لید لوري پرخلاف په غونډو کې تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر بشبړې وتنې ټینګار کاوه.

هغه همدارنګه ویلي چې زلمی خلیلزاد له دې مخکې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وګومارل شي، هغه ته ویلي و چې طالبان غواړي له واشنګټن سره سوله وکړي.

د دغه کتاب په یوې برخه کې راغلي دي:«زلمی خلیلزاد مې لیدو ته راغلی او وې ویل هغه کسان ادعا کوي چې د طالبانو د بېلابېلو ډلو په استازولۍ خبرې کوي، هغه ته ویلي چې غواړي د سولې په اړه خبرې وکړي. خلیلزاد دا مسله له ځینو نورو امریکايي چارواکو سره چې کولای شوای د دغو ادعاګانو صحت وڅېړي هم ویلي و. دد جولای میاشتې په وروستیو کې، خلیلزاد وویل چې دا دعاګانې سمې دي؛ په یوې میاشت کې خلیلزاد له طالبانو سره د پټو اړیکو پر کانال بدل شو او وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وګومارل شو.»

د هغه په وینا د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد د کار څرنګوالی د ډونلډ ټرمپ له نیوکو سره مخ و.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو پخوانی غړی داوود کلکانی هم په دې اړه وايي:«د ډونلډ ټرمپ سیاست او پالیسي متقاوت دي او دغو سیاستونو تراوسه په امریکا او افغانستان کې مطلوبه پایله نه ده لرلې.»

د دغه امریکايي پخواني چارواکي د کتاب په یوې بلې برخه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتنې په اړه د دغه هېواد د ولسمشر سیاستونو ته ګوته نیول شوې ده.

جان بولتون لیکلي چې، ډونلډ ټرمپ په ډېریو هغو ناستو کې چې، د افغانستان په اړه یادونه شوې، سره له دې چې له دغه هېواده د ترهګرو د ګواښونو په اړه پوهېده؛ خو بیا یې هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ویستنې ټینګار کاوه او ان په یوې ناسته کې چې د مایک پومپیو او پخواني دفاع وزیر جیمز مټیس په ګډون نورو چارواکو هم ګډون درلود، ټرمپ په څو وارې د یادو چارواکو د خبرو په پرې کولو سره له افغانستانه پر وتنې ټینګار وکړ.

د کتاب په دې برخه کې لیکل شوي:«پومپيو وغوښتل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور د اهمیت په اړه خبرې وکړي؛ خو ټرمپ وویل:«زما تګلاره غلطه وه او هغه ځای ته مې چې غوښتل نه یم رسېدلی. هر څه مو له لاسه ورکړي.» دا یوه بشپړه ماته ده، د شرم وړ ده. دا دومره مرګ ژوبله لرو. په دې اړه له خبرو کولو څخه کرکه لرم. ټرمپ په دې غونډه کې وویل چې په افغانستان کې زموږ حضور د وحشت ننداره ده. باید ووځو. د جورج بوش په نامه یوه احمق انسان دا کار کړی. مټيس وویل چې په افغانستان کې داعش حضور لري خو ټرمپ وویل چې پرېږده چې روسیه هغې ته رسېدنه وکړي. ټرمپ ماته وویل چې په مېلیونه تنه ووژل شول، څو ترېلیونه ډالر ولګول شول. خو نه شو کوولای بریالي شو. وې ویل چې شپږ میاشتې نورې په افغانستان کې پاتې کېږو؛ خو تراوسه زیان وینو.»

ښاغلی بولټون زیاتوي:«دغه د یوې الګو ښکارندويي کوي چې، ترمپ له هغه تصویر سره غواړي وښيي چې یو قاطع ولسمشر دی؛ یعنې هغه کارونه چې ترسره کوي پرې پوهېږي چې مخالف یې دی. سپینه ماڼۍ د ټرمپ د دورې پر مهال هغسې چې په تېرو کلونو کې وو؛ هغسې نه ده. هېڅ څیز د هغه وخت په څېر نه وو چې د درېیو پخوانیو ولسمشرانو د حکومت پر مهال وو.»

د جان بولتون د کتاب په یوې بلې برخه کې راغلي چې، ډونلډ ټرمپ په وار وار د خپلو خبرو پر مهال داسې انګیرله چې ګواکې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانستان اوسنی ولسمشر دی؛ په داسې حال کې چې محمد اشرف غني د ارګ پر ګدۍ تکیه وهلې وه. هغه یو ځل د افغان چارواکو په منځ کې د فساد او په ځانګړې توګه له ولسمشر غني سر وټکاوه؛ خو په تېروتنې سره یې د ښاغلي غني پر ځای د حامد کرزي نوم واخیست.

د جان بولټون د کتاب په یوې برخه کې راغلي:«په یوې ناسته کې ټرمپ وپوښتل چې مذاکرات څه ډول مخته ځي؟ خو د پومپيو د خپرو له پای ته رسېدو مخکې، ترمپ د افغان چارواکو په منځ کې د فساد شتون په هکله په ځانګړې توګه له ولسمشر غني شکایت وکړ. خو له بدغه مرغه غني را د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره غلط کړل پرله پسې یې دا کار کاوه.»

د افغان ملت ګوند عمومي منشي جعفر مهدوي څرګنده کړه:«ښاغلي بولټون په خپل دغه کتاب کې په څرګنده ویلي چې ښاغلی ترمپ تر ډېره بې ربطه موضوعګانو رسېدنه کړې او ډېر کم یې د خپلو سلاکارانو خبرو ته غوږ نیولی دی.»

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت پخواني سلاکار ویلي چې، ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې خپل ملي دفاع وزیر جیمز مټيس ته لارښوونه کړې وه چې، په افغانستان کې جګړه په پوره واک سره پر مخ یوسي؛ خو کله چې د هغه د غوښتنې پر خلاف کار وشو؛ نو له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو پر ویستنې ډېر ټينګار کاوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه