د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په ګډون د ۷۰ هېوادونو استازو د فرانسې په پاریس ښار کې له ترهګرۍ په ځانګړې توګه داعش ډلې سره د مبارزې په څرنګوالي بحث او خبرې اترې وکړې.
په دغې غونډه کې د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو د مالي سرچینو د مخنیوي پر لارو چارو بحث او خبرې اترې وشوې.
په پاریس کې د دغې غونډې جوړونکي وايي کهڅه هم داعش په خپل اصلي ځای یعنې عراق او سوریه کې ماته خوړلې خو د نړۍ په ځينو نورو ناامنو لکه افغانستان، فلیپین، یمن، مصر او افریقا کې د نفوذ د پراختیا مخه نه ده نیول شوي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي چې په دغې غونډه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو د مالي سرچینو پر وچولو خبرې وکړې.
د دغه وزارت په وینا، په دغې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د کورنیو، عدلیې، اقتصاد او بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی وه، د ترهګرو د مالي سرچینو د مخنیوي لپاره ګډه هوکړه لاسلیکن شوه.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې عبدالله په پاریس کې د افغانستان سفیر عبدالله صدیقي او د کورنیو چارو وزارت د اړیکو عمومي رییس امان الدین په دغو خونډو کې ګډ،ن کی دی.