د جوزجان ولایت سیمهییز چارواکي د خمآب ولسوالۍ د مرکز په پنځه کیلو متړۍ کې د دولتي ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ له نښتو خبر ورکوي.
په شمال کې د پوځ د رسنیو مسوؤل، نصرت الله جمشیدي نن( دوشنبې د زمري۳۰مه) وایي، د خمآب ولسوالۍ مرکز ته نېږدې له پنځو ساعتونو راهسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.
نوموړی زیاتوي، ځانګړي سرتېري د پیښې سیمه ته لیږدول شوي دي او د طالبانو پر سنګرونو هوایي بریدونه هم ترسره کیږي.
د جوزجان د پولیسو قومندان جنرال رحمت الله ترکستاني وایي، طالبان د خمآب ولسوالۍ مرکز ته نېږدې دوه کلي نیولي دي.
نوموړي طلوعنیوز ته ویلي، ولسي پاڅون کوونکي چې د ۷ کلیو د امنیت ساتلو دنده یې پر غاړه لرله خپل سنګرونه یې پریښیدي او د ولسوالۍ مرکز ته راغلي دي.
د جوزجان د پولیسو قومندان په خبره د طالبان نومول شوی ولسوال مولوی مجید له خپلو شلو ملګرو سره له اقچې ولسوالۍ څخه خمآب ته تللي او هڅه کوي څو د ولسوالۍ مرکز ونیسي.