Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خبرو لپاره د طالبانو شرط او د تاوتریخوالي پر کمښت دحکومت ټينکار

د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د طالبانو د مشروط چمتووالي له اعلان وروسته، افغان حکومت له ځنډ پرته د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کموالي غوښتنه کوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې حکومت او د افغانستان د اسلامي جمهوري مرکچي پلاوی چمتو دي، خو د افغانانو ترمنځ د خبرو له پيل مخکې او د بندیانو د ازادولو بهیر له پای وروسته تاوتریخوالی کم شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي:«زموږ او د افغانستان د خلکو تمه ژر تر ژره د خبرو د پیل لپاره د طالبانو چمتووالی او همدارنګه د تاوتریخوالي له بندېدو او د امنیتي او دفاع ځواکونو په بشپړه خلاصون سره د اعتماد رامنځټه کېدل دي.»

په هېواد کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره سم، طالبانو د افغانانو تر منځ د خبرو پیلېدو لپاره یو شرط اېښی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، دغه ډله چمتو ده چې تر لوی اختره د دولت پاتې بندیان هم خوشې کړي؛ خو دولت هم باید له ورکړ شوي نوملړ سره سم پاتې طالب بندیان خوشې کړي چې د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي.

له دې مخکې حکومت ویلي و چې د طالبانو څه باندې ۵۰۰ بندیان چې د ځینو دلایلو له امله ازاد نه شي طالبان باید حکومت ته د خپلو نورو بندیانو نوملړ ورکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پر بنسټ، حکومت باید د طالبانو تر پنځه زره او طالبان هم د حکومت تر زر بندیان ازاد کړي.

حکومت تراوسه د طالبانو ۴۲۴۵ تنه او طالبانو هم ۸۶۰ تنه دولتي ځواکونه ازاد کړي دي.

د بندیانو د ازادولو بهیر د نه بشپړېدو او په هېواد کې د تاوتریخوالي د کچې لوړ پاتې کېدل هغه دوه عاملونه دي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پيل یې له ځنډ سره مخ کړی دی - چې ټاکل شوې وه په دوحه کې پيل شي.
 
د طالبانو پخوانی غړی سیداکبر آغا هم وايي:«حکومت هم باید بندیان ازاد کړي، ځکه چې په افغانستان کې وضعیت خراب دی او ورځ په ورځ خرابېږي او خلک په یو ډول له منځه ځي. په داسې حال کې چې ټول لوري افغانان دي.»

په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا محمد ابدالي هم څرګندوي:«څه باندې څلور زره طالبان ازاد شوي او طالبان هم په دې ترتیب زموږ عساکر ازاد کړي. نو دلیل نشته چې دا بهیر لا هم په بندون کې وي.»

تراوسه د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پيل نېټه نه ده روښانه شوې، خو له دې مخکې ولسمشر غني ویلي دي چې ټاکل شوې ده په دې اړه لومړنۍ غونډې د قطر په دوحه کې ترسره شي.

شریک یي کړئ