Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دفاع وزارت: د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې ۲۵ تنه بلواګري وژل شوي

ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ځينو برخو کې د عملیاتو په پایله کې لږ تر لږه ۲۵ بلواکر وژلي دي.

په یوې خبرپاڼه کې چې نن (یکشنبې د کب په ۶ مه) د دغه وزارت د رسنیو دفتر له خوا خپره شوې، راغلي دي چې افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې په هېواد کې ۱۴ چاڼيز، ۲۱ ځانګړي او ۴۴ ملاتړي هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

د دغې خپرپاڼې پر بنسټ، د یوه داعشي په ګډون ۱۴ نور بلواګر ټپيان شوي او پنځه تنه نور نیول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي چې دغه عملیات په ننګرهار، لغمان، غزني، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، فاریاب، تخار، سرپل، نیمروز او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.

د دغو عملیاتو په لړ کې، د دښمن یو اندازه وسلې او پټن‎ځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

شریک یي کړئ