د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ (ریکا) د اومې غونډې په څنډه کې چې د عشق اباد په ښار کې ترسره شوې وه، د افغان ولسمشر مېرمنې رولا غني د افغان ښځو د وړتیا پر لوړوالي ټینګار وکړ.
په دغې غونډه کې د سیمې د څه باندې لسو هېوادونو سوداګرو ښځو ګډون کړی وه.د سوداګریزو اړیکو د ښهوالي په اړه د ښځينه سوداګرو ترمنځ په سیمه کې بحث او خبرې اترې وکړئ.
مرمن غني:« د ریکا د اوسنې غونډې یوه موخه د ښځینه مېرمنو د سوداګرۍ ترمنځ د همکاریو پراختیا ده، ځکه موږ پوهېږو چې په سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو کې د مېرمنو له ګډونه پرته موخو ته رسېدل ناشوني دي، له دې امله باید خلک په دې برخه کې کار وکړي ترڅو تلپاتې سولې ته ورسېږو.»
په دغه ناسته کې د سیمې په هېوادونو کې د افغان سوداګرو مېرمنو د ستونزو پر هواري، د ننه په هېواد او بهر کې د پانګونو د پراختیا لپاره د ښځو د ظرفیتونو پر لوړولو او همداراز د دوي د صنایعو لپاره پر بازار موندنې ټینګار وشو.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي مشر عتیق الله نصرت څرګنده کړه:«د سوداګرۍ او صنایع خونه د خصوصي برخې لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په موخه مهم پروګرامونه عملي کوي چې له مخې به یې په افغانستان او سیمه کې پانګونه پراخه شي، موږ د خپل پروګرام په چوکاټ کې په افغانستان کې د پانګونو شته فرصتونه معرفي کوو ترڅو په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړو.»
له بلخوا په دغې ناسته کې د ترکمنستان چارواکي وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پراختیا ته په پام سره، په تېر یوه کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه په ۲۲ سلنې زیاتوالي په کال کې کابو ۶۰۰ مېلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال اورازمیراد قربان نظر بایووف په دې اړه څرګنده کړه:« اوس دواړه لوري یعنې افغانستان او ترکمنستان لېواله دي چې خپلې اړیکې پراخې کړي او له دغو فرصتونو د استفادې لپاره اوسني شرایط مناسب دي، موږ اوس د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د اوو تړونونو لاسلیک ته چمتو یو.»
په دې ناسته کې چې د سیمې د څه د پاسه لسو هېوادونو سوداګرو مېرمنو ګډون کړی د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.