د ولسي جرګې ځینې غړي، د دغې جرګې پر لومړي مرستیال همایون همایون او د جرګې یوه بل غړي لالي حمیدزي باندې تور پورې کوي، چې د شپې ناوخته د ولسي جرګې ټلوېزیون ارشیف ته ننوتي او د ټلوېزیون مسوولینو ته د پیسو په ورکړې سره ځینې اسناد یې له ځانه سره وړي دي.
همایون همایون او لالی حمیدزی دا خبره نه ردوي چې د ولسي جرګې ټلوېزیون ته نه دي ننوتي. خو وایي زورواکي یې نه ده کړې او چاته یې پیسې هم نه دي ورکړي.
دوی د ولسي جرګې د دارالانشاء رییس تورن کړی، چې د جرګې د خبرونو په خپرواي کې دوه ګونی چلند کوي.
د ولسي جرګې نننۍ غونډه د لفظي شخړو له کبله پرته له پایلې پای ته ورسېده.
له دې سره د جرګې ځینو غړو، د ولسي جرګې د مشر او لومړي مرستیال پر ګوښه کولو ټینګار کاوه.
فساد، زورواکي او ناقانونه چلندونه له هغو تورونو شمېرل کېږي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړې يې د دغه جرګې په نورو غړو پورې کوي.
د ولسي جرګې غړی ګل پاچاه مجیدي په دې اړه وايي:«د ملي شورا الحاقیې ته ننوځي، او د د شپې ۱۱ بجې د ټوپک پر زور دننه په الحاقیه کې د ملي شورا ملي ارشیف ته ننوځي.»
د ولسي جرګې لومړی مرستیال هر ډول زورواکي، او د پيسو ورکړه او له ارشیف څخه د اسناد اخیستل ردوي خو په دې تړاو لالی حمیدزی توندغبرګون ښيي.
همایون همایون په دې اړه وویل:«نه کوم ارشیف اخیستل شوی او نه پیسې وېشل شوي دي.»
د ولسي جرګې غړی لالی حمید زی بیا وايي:«کهچېرې د ملي ګټو پر خلاف خبرې وکړې خوله دې څيرې کوم. څنګه وایې چې ډارېږم که نه ډارېږم.»
لفظي شخړې زیاتېږي ترهغې چې لالی حمیدزی هڅه کوي له ګل پاچا مجیدي سره لاس اوګېریوان شي او عبیدالله بارکزی د ولسي جرګې لومړي مرستیال پر لور ورځي.
د ولسې جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل:«هغه ورور د خبرې هېڅ پروا ونه کړه له ځایه پورته کېږي او لاس او ګېروان کېږي. دا د دغه کور د مقام او د تربیې پر خلاف دی.»
خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دغو لانجو اصلي لامل د دغې جرګې رییس او لومړی مرستیال بولي او د دوی په ګوښه کولو ټينګار کوي.
د ولسي جرګې او د دغه جرګې د دارلانشاء په رییسانو د فساد له تورونو یوه میاشت تېرېږي، او د دغه جرګې ډېری عمومي غونډې د رییس او لومړي مرستیال د لفظي شخړو له دوام سره پای مومي.