Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې خبرو دویمه ورځ؛ د هوکړه لیک د لاسلیک پر څرنګوالي بحث وشو

له طالبانو سره د امریکې درول شوې خبرې چې تېره ورځ د قطر په دوحه کې له سره پیل شوي، نن (یکشنبې، د لیندۍ ۱۷مه) هم دوام درلود.

له دغو خبرو، خبرې سرچینې وايي چې د نن ورځې خبرې «د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د مهمو اړخونو په اړه» وې.

د دغو سرچینو په وینا د دغو خبرو په لومړۍ ورځ دواړو لورو ۴ ساعته سره خبرې کړې دي - هغه څه چې د طالبانو ویاند ویلي، د سولې هوکړه لیک د لاسلیک په اړه بحث وشو.

خبرې سرچینې وايي امریکا په دې پړاو کې تر اوسه په هېواد کې د تاوتریخوالي د کموالي، د اوربند او د افغانانو ترمنځ د ناستې د جوړولو پر څرنګوالي له طالب استازو سره خبرې کړي دي؛ خو طالبانو له امریکا سره د هوکړې د لاسلیک پر څرنګوالي بحث کړی دی.

د طالبانو واکمنۍ پر مهال د امرباالمعروف او نهې عن المنکر رییس مولوي قلم الدین وايي:«د خبرو په لومړۍ ورځ، د تاوتریخوالي د کموالي، اوربند او بین افغاني مذاکراتو په اړه وې؛ خو د هوکړه لیک د لاسوند په اړه نن خبرې روانې دي.»

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد چې کابل ته د خلیلزاد په وروستي سفر کې دوه ځلي یې ورسره کتلي؛ له هغه سره د خپلو خبرو په اړه وايي:«ښاغلي خلیلزاد وویل کله چې خبرې پيل شي، په لومړي سر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اوربند کېږي او دا یې هم وویل په هغه صورت کې چې پر افغانستان برید وشي، امریکا نه پرېږدي او همدارنګه نه پرېږدي چې د افغانانو ترمنځ جګړه دوام پيدا کړي.»

له بل لوري، افغان حکومت تمه لري چې، د خبرو په دې پړاو کې د اوربند، په پاکستان کې د طالبانو د پناه ځایونو او افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو پر څرنګوالي رغوونکي بحثونه ترسره شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه وايي:«امریکا له افغان حکومت سره په همغږۍ مخته ځي او کله چې مذاکرات پيل شي، تاوتریخوالی کمېږي چې له یوه اوربند سره مل وي او له افغانستانه بهر د ترهګرو پټن ځایونو ته تمرکز کېږي.»

له دې سره سم، د امریکا دفاع وزیر وايي په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو په شمېر کې کمښت راشي او هغوی به چین ته نږدې د اسیا او اقیانوسیې په ځینو برخو کې ځای پر ځای شي.

د امریکا دفاع وزیر مارک سپر څرګنده کړه:«هغه څه چې زه غواړم ترسره یې کړم، د دغو ځواکونو د ځای بدلول دي. دا زما د کار لومړیتوب دی. د دغه کار لپاره یوازې په افغانستان کې نه بلکې په هر هغه ځای کې چې وکولی شم، خپل ځواکونه به راکم کړم. دغه سرتېري به بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړو او یا هم له چین سره د سیالۍ لپاره به په نورو ځایونو کې ځای پر ځای کړو. »

مخکني ولسمشر حامد کرزي هم په یوې اعلامیې کې د امریکا او طالب استازو تر منځ د خبرو له بیا پیلېدو هر کلی کړی او همداراز یې هیله مندي ښودلې چې، دغه خبرې سولې ته د افغانستان د رسېدو او د جګړې د پای لامل شي.

سرچیې وايي چې د بیا پیل شویو خبرو په لومړۍ ورځ، دواړو لورو د تاوتریخوالي د کموالي، اوربند رامنځته کېدو او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل پر وخت بحثونه لرل.

شریک یي کړئ