Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې د وړاندیز منل؛ له طالبانو د تاشکند غونډې غوښتنه

د تاشکند په غونډه کې ۲۳ ګډون کوونکو نړیوالو هېوادونو او بنسټونو په یوې ګډه اعلامیه کې له طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره له قید او شرط څخه پرته مستقیمې خبرې اترې پیل کړي او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای لپاره سیاسي هوکړه تر ټولو غوره لاره ده.

د تاشکند د غونډې په پای کې د دې غونډې ګډونوال پر یوې پنځه ویشت مادیزې اعلامیې سره سلا شول.

 په دې اعلامیې کې د سولې؛ له ترهګرۍ او نشه‎یي توکو سره مبارزې او سیمه‎ییزو اقتصادي همکاریو ته پاملرنه شوې ده.

د سولې په برخه کې ګډونوالو ټینګار وکړ چې :

•    موږ د افغان حکومت له هغه وړاندیزه چې له طالبانو سره د نېغ په نېغه او بې شرطه خبرو او د سولې یوې سیمه‎ییزې هوکړې ته د رسېدو لپاره اعلان شوی، ملاتړ کوو. دا وړاندیز طالبان رابولي ترڅو سوله د افغانانو په مشرۍ او مالکیت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې د پریکړه لیک له مخې ومني.

•    ټینګار کوو چې له طالبانو سره سیاسي هوکړه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره تر ټولو غوره لار ده او اړتیا ده چې افغان حکومت او د طالبانو سولې ته د لېواله عناصرو تر منځ له شرط پرته خبرې وشي.

•    له طالبانو سره د مستقیمو خبرو لپاره  د افغان حکومت له هڅو پر خپل ملاتړ ټینګار کوو.

•    طالبان رابولو چې افغانستان ته د سولې او ټیکاو د راوستو لپاره خپل مسوولیتونه درک کړي.

•    افغان حکومت او طالبان د یوې سیاسي هوکړې پر لور تګ ته هڅوو؛ دا هوکړه باید سیاسي بهیر کې د طالبانو ښکېلېدل؛ د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د پرېښودو، له ترهګرۍ سره د هغوی د اړیکو پرې کېدو او دغه راز د ټولو افغانانو د مساوي حقونو په ګډون د افغانستان اساسي قانون ته درناوی تضمین کړي.

•    له ټولو هېوادونو غواړو چې د افغانستان د واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وکړي او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، ترڅو افغانستان امنیت، ټیکاو او بریا ته ورسېږي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني په دې اړه وویل:« موږ له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو ته په تمه یوو، د کابل د سولې بهیر د وړاندیز بریا لپاره اړتیا ده ترڅو ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه له دې وړاندیزه ملاتړ کوو.

د دې اعلامیې بله برخه د ترهګرۍ او نشه‎یې توکو پر وړاندې مبارزې ته ځانګړې شوې ده.

چې په یوه برخه کې یې راغلي دي:

•    د افغانستان د خلکو پر وړاندې وروستي وحشتناک بریدونه غندو او له خلکو سره خواخوږي ښیوو.

•    د نشه‎يي توکو او جنګي وسلو د مخنیوي لپاره د افغان حکومت له خوا او د سیمه‎ییزو او نړیوالو همکارانو له همکارۍ سره د عملي هڅو پر زیاتوالي ټینګار کوو.

•     تصدیق کوو چې ترهګري، نشه‎یې توکي، او پلا ن شوي جرمونه په یو بل پورې تړلي نړیوال ګواښونه دي، او د ملګرو ملتونو له ترهګرۍ سره د مبارزې د نړیوالې تګلارې پر بنسټ یوې ګډې تګلارې ته اړتیا لري.

•    ټینګارکوو چې له افغانستان سره ټولې امنیتي مرستې باید د افغان حکومت له لارې وشي، او له طالبانو او دعش سره د هر ډول مالي او مادي مرستې په خلاف یوو.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال توماس شنون په دې اړه وویل:« د امریکا متحده ایالتونه د ولسمشر غني د سولې له وړاندیزونو ملاتړ کوي ؛ اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې د طالبانو مشرتابه دغه وړاندیزونه په جدي توګه وڅيړي.»

سمیه‎ییزې اقتصادي همکارۍ د دې اعلامیې یوه بله برخه ده چې په کې راغلي دي:

•    په سمیه‎ییزو اقتصادي همکاریو کې د وروستیو پرمختګونو او له هغو  ارتباطي پروژو نه چې د منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا تر منځ د یوه طبیعي ځمکني پله په توګه افغانستان پېژني ملاتړ کوو، په سیمه کې د افغانستان اقتصادي ادغام په افغانستان او تر هغه اخوا سیمه کې له تلپاتې سولې او ټیکاو سره مرسته وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد اکبر په دې غونډه کې وویل:« زموږ وروڼه او خویندې د ظالمانه ترهګرۍ قربانیان دي، د دغو ترهګرو ملاتړ د افغانستان له پولې بهر کېږي.»

دا اعلامیه د ازبکستان جمهوریت په بلازمېنه کې د دې غونډې د ګډونوالو له لوري تصویب شوه او نړیواله ترهګري یې په سیمه کې د سیمې لپاره یو ګواښ وباله.

د دغې وړاندیزې غونډې په اعلامیه کې د سولې د راوستو لپاره  د کابل بهیر د اصلي چورلیز په توګه بلل شوی دی.

شریک یي کړئ