د میدان وردګو ولایت د مطبوعاتو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو ډلې یو نښهویشتونکیو فریدالله چې د مولوي حبیبالرحمن ډلې سره یې فعالت کاوه له جګړې لاس په سر شوی او د سولې له بهیر سره یوځای شوی دی.
نوموړي د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په تنګيدرې سیمه کې د حکومت ضد فعالیتونه کول.
د میدان وردګو امنیه قومندان، فهیم قایم څرګندوي:«فریدالله د امرالدین زوی دی چې د سید اباد ولسوالۍ په تنګي دره کې یې د مولوي حبیب الله ډلې سره یې کار کاوه او د اوپراتیفي کار په پایله کې له نیکه مرغه چې یوې مخابرې سره د سولې له بهیر سره یوځای شو.»
په همدې حال کې فریدالله وايي چې له خپلو کړنو پېښېمانه دی.
د سولې له بهیر سره یوځای شوي طالب، فریدالله وویل:«زما نوم فریدالله دی او د مولوي حبیبالله دلې سره مې کار کاوه، کابو درې میاشتې مې کار و کړ او په دې موده کې مې افغان ځواکونه په نښه کول، غوښتل مې چې له دې جنایته لاس واخلم نو ځکه مې امنیه قومندان سره اړیکه ونیوه.»