د افغانستان د علماوو شورا د جمعې په ورځ (د غوايي په ۱۴ مه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې، له خلکو وغوښتل د رایه ورکوونکو د نوملیکنې په بهیر کې ګډون وکړي.
د دغه شورا رییس او غړو د یوه پرېکړه لیک له صادرولو سره په کابل او نورو ولایتونو کې ترهګریز بریدونه چې په هغو کې د خبریالانو په ګډون ځينې هېوادوال ووژل شول، وغندل.
دغې شورا، وروستي بریدونه او همدارنګه د طالبانو «خندق» عملیات یې د اسلام پر ضد وبلل.
په همدې حال کې، ولسمشر غني، د ترهګریزو بریدونو د غندنې او د رایه ورکوونکو د نوملیکنې په بهیر کې د ګډون لپاره د دغې شورا له پرېکړهلیک هرکلی وکړ.
هغه زیاته کړه چې حکومت له فساد سره د مبارزې او د ټاکنو د ترسراوي لپاره جدي ژمنه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوملیکنې بهیر په یویشتمې ورځې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس وویل چې په ټول هېواد کې تراوسه څه باندې یو مېلیون تنو په راتلونکو ټاکنو کې ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان هجري کال د تلې په ۲۸ مې ترسره شي.