Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي پخلاینې عالي شورا د جوړښت د اعلان په هکله پراخ غبرګونونه

د ملي روغې جوړې عالي شورا د جوړښت په هکله د ولسمشر غني فرمان د ځينو سیاسي څېرو او هغو کسانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی چې نومونه یې د دغې شورا د غړو په نوملړ کې دي.

ځينې سیاستوال دغه ترکیب حتا قومي ګڼي او وايي چې د دغې شورا په مشرتابه کې مېرمنې او ځوانان حضور نه لري.

له دې ډلې پخوانی ولسمشر حامد کزی چې نوم یې د دغې شورا د غړو د نوملړ په سر کې دی، وايي چې په هېڅ حکومتي جوړښت کې به ونډه وا نه خلي.

حزب اسلامي هم په دې شورا کې د جهادي او سیاسي مشرانو د نومانو شاملېدل یو ننداریزاو بې اغېزي کار بولي.
 
 د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي مرستیال حفیظ الرحمان نقي په دې اړه وویل:«جوړښت او د یوې ځواکمنې عالي شورا رامنځته کېدل چې دولتي ماهیت او ماموریت ونه لري د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره یو بنسټيز او ګټور اصل دی.»

د دې شورا په نوملړ کې د صلاح الدین رباني نوم هم راغلی دی، خو د صلاح الدین رباني دفتر وایي چې د ملي روغې جوړې د ملي شورا د غړو د اعلانېدو په تړاو به ډېر ژر غبرګون وښيي.
     
د صلاح الدین رباني په سرپرستۍ د اسلامي جمعیت ګوند د عامه اړیکو مسوول عبدالفتاح احمدزی وايي:«اسلامي جمعیت په هغه کې کډون نه کوي او پر خپل مخکني دریځ ولاړ دی.»
 
دا پرېکړه د ځينو نورو سیاسي څېرو  او همدارنګه د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له غبرګون سره مخ شوې ده.
        
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر څرګندوي:«د سولې په تړاو هېڅ بنسټ جوړښت چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له خوا رامنځته شوی د هغه په مشرۍ کې یوه مېرمن نشته او زما لپاره ډېر د اندېښمنونکې ده.»

د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسیون رییسه ناهید فرید هم وویل:«اصلاً د دغې شورا تشکیلات غیرمسلکي او غیرحرفه يي دی چې له ښځو باکیفیته او معیاري استازولي نه کېږي.»

د اسلامي جمعیت یو جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان هم په دې شورا کې د یو شمېر څېرو  د ځای ځایګي پر څارنګوالي  نیوکې کوي:«هغه نوملړ چې اوس معرفي شوی او ترتیب شوی - د تېرو په پرتله - په دغه نوملړ کې مهم او اغېزمن کسان شامل دي، خو د مصالحې عالي شورا ریاست مهم دی؛ کسان او ستر شخصیتونونه یې په دغه نوملړ کې راوستي دي چې هغوی د غړو په توګه حضور ولري.»

کریم خلیلي چې د ښاغلي عبدالله یو ملګری او هغه کس دی چې د ملي روغې جوړي د عالي شورا په نوملړ کې یې نوم راغلی دی؛ د ارګ له هڅو ناخوښه برېښي:«ښاغلی ولسمشره کله چې ستا ټول فکر دولت جوړونکې ډله وي، له دې فکر او اند سره هېڅکله نه شي کولای یووالی او پيوستون د ټولنې د دې لورې ترمنځ رامنځته کړې.»

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل هم وايي چې د دغې شورا په نوملړ کې خپلواک کس غړیتوب نه لري:«یو حکومتي نوملړ دی چې د شخصي عقدو پربنسټ جوړ شوی دی. ځینې کسان چې خپلواکه غږ یې درلود، په دغه نوملړ کې شامل نه دي.»

ولسمشر غني تېره ورځ ماښام په یوه فرمان کې د ملي روغې جوړې شورا جوړښت او د غړو نومومه اعلان کړل.

د ولسمشر د فرمان پربنسټ په دغې شورا کې ۴۶ تنه غړيتوب لري چې ۹ یې ښځې ۹ جګپوړي دولتي غړي او ۱۹ تنه هم سیاسي او چهادي څېرې شاملې دي.

د دغې شورا مشرتابه غړي په لاندې ترتیب سره دي:

رییس، عبدالله عبدالله

مرستیال، عبدالسلام رحیمی

مرستیال، عنایت‌الله فرهمند

مرستیال، اسدالله سعادتي

مرستیال، زهره مطهري

مرستیال، عطاالرحمان سلیم

مرستیال، حاجي دین محمد

مرستیال، محمد اکرم خپلواک

مشرتابه غړی، محمد معصوم ستانکزی

مشرتابه غړی، نورالحق علومي

حامد کرزی، عبدرب الرسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، عبدالکریم خلیلي، محمد محقق، مارشال عبدالرشید دوستم، محمد یونس قانوني، صلاح‌الدین رباني، محمد اسماعیل خان، عطا محمد نور، سید حامد ګیلاني، ذبیح‌الله مجددي، سید منصور نادري، عنایت الله شهراني، انجنیر محمد خان، داکتر صادق مدبر، محمد اسماعیل غضنفر و خدایداد صالح د دغې شورا ۱۹ غړي دي چې د جهادي څېرو او سیاسي مشرانو له ادرسه د دغې شورا غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال،امرالله صالح،د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش، د بهرنیو چارو سرپرست محمد حنیف اتمر، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د مشرانو جرګې مشر فضل‌الهادی مسلمیار، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او د ولسمشر سلاکار الماس زاهد د حکومت لوړپوړي غړي دي چې په دغې شورا کې یې هم غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د دغې شورا په ترکیب کې ۹ ښخې هم غړیتوب لري چې له دې ډلې یوه مېرمن په مشرتابه شورا کې هم ګډون لري.

صفیه صدیقي، نجیبه ایوبي، ماري اکرمي، ضیا ګل رضایي، عالیه یلماز، فریده مومند، نسرین اوریاخیل و زرقا یفتلي د دغې شورا ښځينه غړې دي.

د ملي پخلاینې شورا په هکله د ولسمشر د فرمان دوه نور موردوه هم له غبرګون سره مخ شوي، لومړی دا چې سلام رحیمي د ملي روغې جوړې عالي شورا د مرستیال په توګه معرفي شوی او همدارنګه د سولې په بهیر کې د ولسمشر ځانګړی استازی هم ګومارل شوی دی.

دویم مورد دا دی چې د سیاسي هوکړه لیک پربنسټ چې کابو درې میاشتې مخکې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ لاسلیک شو او د هغه پر بنسټ د ملي روغې جوړې عالي شورا رامنځته شوه، دا شورا یوه خپلواکه شورا ګڼل شوې وه، خو د هغه غړي اوس د ولسمشر له خوا معرفي شوي دي.

له دې ټولو سره د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ملي روغې جوړې عالي شورا ترکیب ټول ګډونه ګڼي او وايي چې د دغه د غړو له معرفي کولو سره سولې ته د رسېدو په درشل کې مهم ګام پورته کړی دی.

شریک یي کړئ