هغه یوشمېر کورنۍ چې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ دمیرزاولنګ سیمې څخه د دغه ولایت مرکز ته راغلي له حکومت څخه د عدالت غوښتنه کوي.
دوی وایي په دې سیمې باندې بریدکوونکو چې تور او سپین بیرغونه یې درلودل ملکي کسان یې په ډوزو سره ووژل.
اخوا د سرپل والي وایي چې تراوسه هم لسګونه کسان د بریدګرو تر اسارت لاندې دي.
تراوسه هیڅ ډلې ددغوملکي کسانو د وژلو پړه پرغاړه نه ده اخستي.
د یوه تن بېځایه ماشوم پلار په میرزاولنګ کلي کې د دولت د مخالفو وسلهوالو لخوا په ډزو سره وژل شوی دی.
دا کورنۍ وايي د ستونزو په زغملو سره د سرپل مرکز ته رسیدلي دي.
فاطمه زیاتوي:«ماشومان مې واخیستل او له کوره ووتم، زما د ماشومانو پلار شهید شو او دښته کې پاتې شو.»
بل تن بېځایه شوی، ابراهیم زیاتوي:«د خلکو لاره یې وتړله او عاموژنه یې وکړه، ۵۱ کسان یې ووژل او شمېر به یې زیات شي.»
بې ځایه شوي د سرپل په مرکز کې د خپلوانو په کورونو کې اوسیږي.
جعفر چې د میرزاولنګ کلي اوسیدونکی دی له یوه بل ځوان سره یې ځان د سرپل مرکز ته رسولی دی.
هغه وایي د کورنۍ یو شمیر غړي یې وژل شوي دي.
همداراز جعفر وايي:«زما له کورنۍ پنځه تنه وژل شوي دي له ډلې یې یو ورور مې چې له بهر څخه زما د مور او پلار لیدو ته راغلی وه.»
محمد زیاتوي:«یو زوی مې ورک دی او څرک یې نه لږي.»
په دې ځاي کې هره کورنۍ د خپل یوه غړي په ویر کې اوښکې تویوي او وايي پر دوی سخت ظلم شوی دی.
بيبي حوا وايي:«لور مې برمت ده، او پلار یې شهید شوی دی.»
د سرپل ولایت د چارواکو له مخې تراوسه له صیاد ولسوالۍ څخه څه د پاسه درې سوه کورنۍ بې ځایه شوې او د دولت مخالفو وسله والو کابو سل کورنۍ یرغمل کړې دي.
د سرپل والي، محمد ظاهر وحدت وايي:«اوسمهال میرزا ولنګ کې وژنې دوام لري، اوسمهال خلک برمته دي، خلک اسیر دي، اوسمهال ۱۵۰ کورنۍ بند کې دي.»
دغه بې ځایه شوې کورنۍ له دولت څخه د عدالت غوښتنه کوي.