د هلمند چارواکي وايي په دغه ولایت کې پوځي عملیات ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې نه رسېدو په پار سوکه پرمخ ځي، اخوا د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده او باباجي سیمو کي په عملیاتو بوخت سرتېري وايي ماینونه ډېر خښ کړل شوي او د انجنیرۍ ډلې غړي یې هم کم دي.
افغان امنیتي ځواکونه وايي د لښکرګاه ښار د څلورمې امنیتي حوزي د بېرته نیولو لپاره يي د ناعلي او نهرسراج ولسوالیو له لورې عملیات پیل کړي دي .او تر دې دمه يې د یادو ولسوالیو د اړوند سیمو تر څنګ د څلورمې امنیتي حوزې پراخي سیمې تر خپلې ولکې لاندي راویستلي دي.
د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر سمنوال ګلی خان په دې اړه وویل:«زموږ عملیات په مخ ځي او مخالف وسلهوال له امنیتي ځواکونو سره د مقابلې وس نهلري. ډېر کمې سیمې پاتې دي چې د مخالفو وسلهوالو له وجوده پاکې شي.»
په دغه عملیاتو افغان او بهرني هوايي ځواکونه هم له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي، خو د عملیاتو لپاره یوازینی خنډ د وسلهوالو طالبانو له لوري په سیمه کې بېشمره ځای پرځای شويو ماینونه دي.
د هلمند سیمهيیز چارواکي وایي د روانو عملیاتو په لړ کې په ټولو تازه نیول شوو سیمو کي امنیتي پوستې ځای پرځای، او د څلورمې امنیتي حوزې تر نیولو وروسته به یاد عملیات هغه سیمو ته وغځول شي چي د تېرو درېیو کلنو راهیسې د وسلهوالو طالبانو په ولکه کې دي.