د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله ۹ کسان ټپيان شوي دي.
یاد ولایت د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي چې پېښه نن(دوشنبې د چنګاښ۱۸مه) داسې مهال شوې ده چې یو شمېر کسان په یوه میلهځای کې سره راټول شوي وو.
نوموړی زیاتوي چې په ټپيان کې په ټپيانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
ښاغلی خوګیانی څرګندوي چې د پيښې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي او د یوه ټپي حالت د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه نه ده څرګنده چې ماین د چا لخوا ځای پر ځای شوی وه او موخه یې څه وه.
د پېښې مسوؤلیت په اړه هم چا څه نه دي ویلي.