Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار په ګمرک کې د فساد په اړه د لویې څارنوالۍ د څېړنو پیل

د لویې څارنوالۍ مسوولین وایي چې د ننګرهار په ګمرک کې د اداري فساد او په دولتي عوایدو کې د لاسوهنې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي چې دغه موضوع له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي ادارې ځانګړې څارنوالۍ ته رسېدلې او تراوسه د دغې پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه:«د شواهدو او سندونو له مخکې د څېړنو ترسره کېدل به د ټولو موردونو څرګندونه وکړي چې د افغانستان د خلکو لپاره د اندېښنې وړ بلل کېږي. په دغو څېړنو کې به ټول تور او سپین موردونه روښانه شي.»

تېره اوونۍ د هغو کسانو نوملړ رسنیو ته راووت چې ګواکي د ننګرهار د ګمرک عوایدو يي تالاترغۍ کړي دي.

خو ځينې دغه تورن له حکومته غواړي چې دغه موضوع په جدي توګه وڅېړل شي.

د ولسمشر سلاکار او یو له دغو تورنو لعل پاچا ازمون په دې اړه وویل:«له حکومت څخه زما غوښتنه دا ده، چې هر اړخیزه څېړنه وشي.»

بلخوا د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیو رییس امیرخان یو بل له دغو تورنو څخه دی هغه هم وايي:«هر څوک دا ثابته کړي چې ما فساد کړی، بډې مې اخیستې دي او یا په دا شان موردونو کې مې لاس لرلی، زه محکمې او څارنوالۍ ته حاضر یم.»

دغه راز، د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی وايي، چې دغه بنسټ به له عدلي او قضايي بنسټونو سره په هغمږۍ کې، دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي.

ښاغلي عبدلرحیم زي زیاته کړه:«د ننګرهار د ګمرک مسله په جدي توګه د مالیې وزارت د پلاوي له خوا څېړل کېږي او د څېړنو له بشپړېدو وروسته پایله به له رسنیو سره شریکه شي.»

تېره اووني  د ننګرهار د ګمرک د عوایدو د تالا او ترغۍ کېدو په تړاو د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست له خوا په رسنیو کې یو نوملړ خپور شو.

که څه هم له دغې موضوع ډېره موده تېرېږي خو د ننګرهار له والي پرته حکومت د دغه ادعا د پخلي او رد په تړاو رسنیو ته وضاحت نه دی ورکړی.

جمشید رسولي وايي، لویه څارنوالۍ هڅه کوي چې د ننګرهار په ګمرک کې د اداري فساد ستونزه په جدي او هر اړخیزه توګه وڅېړي.

شریک یي کړئ