Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات - اسلام کلا پر لویه لار د ناامنیو زیاتوالي په هکله اندېښنې

د هرات ولایتي شورا او خصوصي برخه د هرات - اسلام کلا پر لویه لار د ناامنیو د زیاتوالي په هکله اندېښنه څرګندوي. د هغوی په وینا مخالف وسله وال، غله او انسان تښتوونکي د دغې لارې په ځینو برخو واک لري او د دولت د کارکوونکو ترڅنګ، سوداګر، مسافر هم ګواښي.

د یوه بانک د پنځو تنو کارکوونکو وژل او همدارنګه د دولتي ځواکونو د یوه هاموې موټر په نښه کېدل د هرات - اسلام کلا پر لویه لار نوې امنیتي پېښې دي چې شوي دي.
 
د هرات ولایتي شورا پر دغه لاره د ناامنۍ زیاتوالۍ د اندیښنې وړ بولي.

د هرات د ولایتي شورا غړی مهدي حدید په دې اړه وايي:«د هرات - اسلام کلا لویه لار نه یوازې د هرات بلکې د ټول افغانستان لپاره یو اقتصادي ښارګوټی دی. د هېواد ډېری واردات چې له ایرانه واردېږي له دغې لویې لارط لېږدول کېږي او ډېری سوداګر هم په دغې لار ډېر تګ راتګ کوي.»

ورته مهال امنیتي ځواکونو د هرات - اسلام کلا لویې د لا امنیت لپاره عملیات ترسره کړل.

د هرات امنیه قومندان سمونوال عبیدالله نورزي وویل چې د دې لارې په ناامنو کلیو کې د کورونو تلاشي کول پیل کړي دي او ځينې کسان یې په ناامنیو کې د لاس لرلو په تور نیوي هم دي.

یو له دغو کلیو د شبش کلی دی، هغه سیمه بلل کېږي چې تل په کې دولتي کارکوونکي او سوداګر تښتول او یا وژل کېږي.

ښاغلي نورزي په دې اړه زیاته کړه:«موږ په قدوس اباد، احمد اباد او شبش کې عملیات وکړل چې دغه سیمې د دښمن او غلو له شتونه پاکې کړو. موږ په خپلو دغو عملیاتو کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.»

د هرات اسلام کلا لاره د هېواد یوه سوداګریزه لاره ګڼل کېږي چې د ورځې په سوداګریزو توکو بار په سلګونه پر تګ راتګ کوي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي پر دغه لاره ناامنۍ او د وسله والو فعالیت په هرات کې پر سوداګرۍ منفي اغیزې کړې دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس قاضي زاده وویل:«د هرات - اسلام کلا په لویه لار له ناامنۍ سخت ستومانه شوي یوو. په دغې لار سوداګر په هېڅ ډول تګ راتګ نه شي کولای. په ځلونو دا ستونزه د هرات له ځايي حکومت او همدارنګه له مرکزي حکومت سره شریکه شوې ده خو تراوسه ورته پاملرنه نه ده شوې.»

د هرات اسلام کلا لاره په وروستیو اونۍ کې ډیره ناامنه شوې ده، لکه څنګه چې د هرات سیمه ییز چارواکي وایي د دې لارې په ناامنۍ کې د دولت د مخالفو وسله والو ترڅنګ یو شمېر وسله وال غله او سړي تښتونکي هم لاس لري.

د هرات -اسلام کلا پر لویه لار یو له دغو کلیو د شبش کلی دی، هغه سیمه بلل کېږي چې تل په کې دولتي کارکوونکي او سوداګر تښتول او یا وژل کېږي.

شریک یي کړئ